د ملي امنیت کشفي او استخبارتې کارکوونکو د هڅو په پایله کې نن په مرکز ترینکوټ کې ۱۸۵ کیلوګرامه چرس نیول شوي.
یاد نشه ای مواد په یو ټونس ډوله موټر کې په ډیر ماهرانه توګه ځاي پرځاي شوي وه، د موټر چلونکې غوښتل چې د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالی څخه نشه ای ټوکی د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالي ته انتقال کړي خو د لاري په اوږدو کې مرکز ترینکوټ ته څیرمه د ملي امنیت د مؤظفینو له لوري نیول شوی او دمګړي تر تحقیق لاندي دی.
د یو بل خبر له مخي په مرکز ترینکوټ کې د مرغومۍ پر ۲۶ نیټه د شپي مهال د ملي امنیت د کشفې او استخباراتې کارکوونکو له لوري د رحمت الله، سمیع الله او عصمت الله په نومونو ۳ تنه ترهګر نیول شوي، یاد کسان د هلمند ولایت د ناوي ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې دي چې د لمړنیو تحقیقاتو په پایله کې یادو کسانو اعتراف کړی او غوښتل ئي چې لمړۍ د ملي پولیسو په لیکو کې جذب او بیا وروسته د ارزګان ولایت په اړونده ولسوالیو کې د ملي او سیمه ایزو پولیسو په امنیتي پوستو کې نور پولیس د خپلو ترهګریزو بریدونو هدف وګرځوي چې خپلو موخو ته تر رسیدو وړاندي ونیول شول.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند