نن د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیسو د روزنیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه پولیس وروسته د ۲ میاشتنیو زده کړو فارغ شول.
په هغه غونډه کې چې په همدي مؤخه د پولیسو په روزنیز مرکز کې جوړه شوي وه د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو سره پرانستل شوه او ورسره سم د ارزګان ولایت د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان سمونمل دل آقا د پولیسو د زده کړو او فراغت په اړه عمومي مالومات وړاندي کړ، وروسته د ارزګان مرستیال والي خبري وکړي او زیاته ئي کړه چې پولیس د ټولني خدمتګار، د ولس د ننګ، ناموس او د خپلو هیوادوالو د امنیت ساتونکې دي او پدي برخه کې ئي شپه او ورځ په ځان یوه کړي، ویاړم چې زمونږ سل تنه هیواد پاله ځوانان د ارزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو نه دوي میاشتي وړاندي دی تعلیمي مرکز ته راغلي او نن د خاصو، مسلکې زده کړو په ترلاسه کولو سره ټولني ته د خدمت په مؤخه وړاندي کیږي، پدي لاره کې مو د افغانستان د یو ریښتیني بچې په حیث خپل ژوند وقف کړي ترڅو نور هیوادوال مو د امن په فضا کې ژوند وکړي او هغه پولیس چې پدي لار کې ئي خپل ځانونه او اندامونه قرباني کړي زمونږ ویاړ، د حق د لاري شهیدان او د افغانستان د تاریخ ځلانده ستوري دي چې هیڅکله به افغانان د هغوي قربانۍ د پامه ونه غورځوي، د امنیه قوماندانۍ د جنائي څانګې آمر سمونوال ګلاب هم خبري وکړي او د فارغ شویو پولیسو نه ئي وغوښتل چې په ریښتي ډول خپل هیواد ته د خدمت جوګه شي، هغه زیاته کړه چې تاسي کافي مسلکې زده کړي او کولاي شي چې د جرایمو د مخنیؤي په برخه کې ګټور ثابت او د ټولني په درد دوا شي.
د یادونۍ ده چې تر اوسه د ارزګان ولایت د پولیسو د روزنیز مرکز نه ۲۰۰ سوه تنه په دوو جلا دورو کې فارغ شوي او په راتلونکې کې به هم دا لړۍ دوام ولري ترڅو د ارزګان ولایت په کچه ټول پولیس مسلکې بڼه خپله کړي کوم چې د امنیت په ټینګښت کې بنسټیز رول لري.
دوست محمد نایاب
د والي ویاند