په هغو دوو جلا غونډو کې چې په همدي مؤخه د ارزګان ولایت په مقر کې جوړي شوي وي د ارزګان د ولایتي اداري لخوا ټول خبریالان په تقدیر نامو او ستاینلیکونو تقدیر او وستایل شول.
په یاده غونډه کې د ارزګان والي ښاغلي امان الله (تیموري) په دي ولایت کې د خبریالانو د ښؤ کړنو نه په منني سره وویل چې د افغانستان اوسني شرایطو ته په کتو سره رسنۍ د ډیر ستر ګواښ سره مخ دي او هره لحظه د دوي ژوند له ګواښ سره مخ وي خو بیا هم دوي خپله مقدسه دنده پر مخ بیایئ، نن ورځ په نړي کې رسنۍ د خپل خاص ارزښت او همیت له مخي له دري ګونو قواؤ وروسته څلورمه قوه ګڼل کیږي، د رسنیؤ نه پرته یوه ټولنه نشي کولاي د پرمختګ پړاؤنه ووهي، رسنۍ د ولس او حکومت ترمنځ ځانته د پله حیثیت غوره کړي چې د ولسونو غږ په لږ وخت کې د چارواکو تر غوږونو او حتي د نړۍ تر ګوټ ګوټه پوري رسوي، د خلکو د مشروع حقونو نه ملاتړ کوي او د ټولو هغو غیري قانوني او غیري انسانې اعمالو د مرتکبینو له مخي پرده پورته کوي کوم چې د ټولني د بدبخته کولو په برخه کې له هیڅ هم دریغ نه کوي.
د غونډي په دوام د ارزګان مرستیال والي انجینر شیر بادشاه (ارګوني) وویل چې د افغانستان په تاریخ کې رسنیؤ هیڅکله هم دومره پرمختګ نه وه کړي لکه څومره ئي چې په تیرو لسو کلونو کې کړي او دا کار په ریښتیني توګه د ستایني وړ دي، سره له دي چې هر کال مونږ په رسنیز ډګر کې د یو شمیر خبریالانو د مرګ شاهدان یو او د هیواد په کچه هره ورځ د زور واکو او وسله والو مخالفینو له لوري زمونږ د لسګونو خبریالانو ژوند ګواښل کیږي او دا کار د رسنیزو ادارو لپاره په یو ستر ګواښ بدل شوي او د دوي د عمل د ازادي لپاره زیان اړوي خو بیا هم زمونږ پیاوړي خبریالان خپلو دندو ته دوام ورکوي. په پاي کې د ارزګان ولایتي اداري د نوي حکومت په مشرتابه غږ وکړ چې د رسنیؤ نه د ملاتړ او دفاع په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او دی کار ته دي په خپلو چارو کې لمړیتوب ورکړي ترڅو په افغانستان کې رسنیز ډګر لا پیاوړۍ او غښتلۍ شي.
دوست محمد نایاب
د والي ویاند