نه پوهیږم ما به ولې داسې فکر کاوه چې ارسلا جمال نه مړ کیږي،  د مړ ټکی ځکه لیکم چې همداسې به مې فکر کاوه، دا چې زه په مکعه مکرمه کې یم او ارسلا جمال مې ونه لید نو اوس هم همدا فکر کوم چې هغه نه دی مړ.

په هر صورت راځم د خدای بښلي ارسلا جمال د شهادت خبر ته، د عرفات په غونډۍ مې ډیرې دوعاګانې وکړې او له هغه ځایه د مظالفې په لور روان شوم، په مظالفه کې مې شپه د سرک غاړې په پیاده رو باندې تیره کړه، نه غواړم نور جزیات د شپې په اړه ولیکم ځکه چې په ډیر لنډ راتلونکي کې غواړم د حج په اړه هم یوه لیکنه وکړم چې څنګه و او څه پکې پیښ شول او څومره سیاسي خبرې وشوې او څومره سیاسي دوعاګانې وشوې او څومره ناهیلۍ شوم، په هر صورت راځم اصلي موضوع ته، سهار مې کاڼې راټول کړل او په شیطانانو پسې ورغلم او هغه غټ شیطان مې وویشت او د مکعې مکرمې په لور د فرضي طواف او سعې لپاره روان شوم، ډیر ستړی او بې خوبه وم خو چې کله په بس کې کیناستم نو موبایل مې رواخست او هر وخت به مې لومړی فیس بوک خلاصوه خو داځل مې د تاند پاڼه چې زما د موبایل د انټرنیټ په لومړي مخ تیاره خلاصه وه ریفریش کړه چې د خدای بښلي ارسلاح جمال خبر مې ولید، تاسو په خدای یقین وکړی چې د خولې مې ډیر تیز اه اه ووتل پدې وخت کې مې مورجانې او مشر ورور رباندې عږ وکړ چې زما سره په نږدې سیټ کې ناست و، (څه وشول، څه درباندې وشول) مشر ورور ته مې وویل چې هغه کس شهید شوی چې ما به هر وخت ویل چې هغه نه مړ کیږي ارسلاح جمال، هغه هم ډیر زیات خفه شو او په بس کې مو وویل چې الله ج د جنتونه ورکړي، د خبر د لیدو ورسته رانه ټوله ستړیا او بې خوبي هیره شوه او دده سره زما خبرې او ملاقاتونه رایادیدل.

تاسو لوستونکي به فکر کوی چې ولې تا داسې ګمان او فکر کوه چې ارسلاح جمال نه مړ کیږي،هغه ځکه چې کله ارسلاح جمال د خوست والي و نو په نوموړي په ډیر کم وخت کې درې سر په سر ځانمرګي بریدونه وشول او نوموړی به ترې روغ او رمټ ووت، تر دې چې دده سره په یو ډیر خطرناک ځان مرګي برید کې د خوست د ولایتي شورا یو وکیل بغیر ددې څخه چې زخمي شي زړه چاودلی وه او شهید شو، زما مطلب دومره خطرناک بریدونه پرې شول، کله به چې د ځانمرګي برید څخه ورسته خدای بښلی ما ولید نو همغه ارسلاح جمال به و او نور به یې هم زړه کلک شوی و او داسې خبرې به یې کولې چې ګني دی نه مړ کیږي او په اصطلاح هیڅ په کیسه کې به یې هم نه و، او هیڅ نه ډاریدو، دده زوړورتیا ته حیران وم، دده عقیدې ته حیران وم، له هغه څخه ورسته په نوموړي ډېرې بمي چاودنې هم وشوې خو دی به بچ کیدو او دغه یې یقین و چې کومه ورځ مې مرګ راشي نو له دې فاني دنیا څخه به ځم ، د خوست دولایت څخه ورسته چې نوموړي کله دنده پریښوده نو ما به چې هر چیرته لیدو (زیات وخت به مې د کرکټ بورډ په لمانځغونډوکې لیدو) نو دده د لیدو سره به ما داسې احساس کاوه چې ارسلاح جمال نه مړ کیږي، زما هم یوه عقیده غوندې جوړه شوې وه چې تر ډیره به ژوندی وي، خو اوس که رښتیا ووایم نو زړه مې ډیر ورباندې دردیدلی ده او وایم چې هر کس باید دا ومني چې مرګ ډیر لنډ ده او باید داسې کارونه وکړي او داسې راویه خپله کړي چې د ارسلاح جمال غوندې یې خلک یاد او پرې خفه شي، دده په کاري وړتیا که څوک هر څومره ولیکي کم دي او زه نه غواړم لیکنه وږده کړم، خو زه یې چې یوې وړتیا ته تسلیم وم هغه اداري کارونه و، نوموړي ډیر بااستعداده مدیر و او د نوموړي ادارې ته به چې ورغلي هیلې به دې راژوندی کیدې چې موږ هم داسې شحصیتونه لرو، په اداري کارونو کې پرې تمامه وه او ما هم دده څخه ډیر څه زده کړي و، داسې نه چې نوموړي ماته ښودلي و خو هغه د ادارې نظم او ډیسپلین او هغه میزونه او د مدیرانو خونې یې ډیرې په زړه پورې جوړولې چې خوست کې یې بیلګه اوس هم شته، نو مابه هم فکر کاوه چې که کله راته د یوې ادارې مسولیت په غاړه شي نو همداسې به یې منظمه جوړم او نوره به مې هم کنجکاوي کوله چې د ده په اداره کې یو څه ووینم او زده يې کړم،  نه یوزې دا چې اداره یې سمه وه بلکې ادارې کارونه یې هم ډیر منظم ترتیبول، هر کار به یې د نړیوالو او د افغانستان اداري قوانینو او پروسیجر له لارې ډیر په ترتیب سره کول. ډیر ځوانان یې وروزل او داسې کسان چې زه یې پیژنم دومره په کار نه پوهیدل دده سره و، خو کله به مې چې یو څو میاشتې ورسته ولیدل نو ډیر لوی بدلون به پکې راغلی و، د ضرفیتونو په لوړولو کې یې هم ډیر مهارت درلود.

په اخر کې دومره وایم چې حدای بښلی ارسلاح جمال یوه لویه هستي وه او باید هیر نه شي اوټول افغانان دده کارنه وستایې او دده په پلو تللي کسان باید دده لاره او فکر تعقیب کړي، یوه بله خبره هغه داچې نه پوهیږم ولې؟، دده د شهادت د خبر سره سم راته موسی وفا، درویش صاحب او حکیم حلیم مخې ته ودریدل چې د ارسلاح جمال ډیر نږدي ملګري و او داسې احساس مې کاوه چې څومره به حفه وي، الله ج د ټولو ته صبر جمیل ورکړي سره د خدای بښلي ارسلاح جمال کورنی ته.

انشاالله صبا مې نیت کړي چې د ارسلاح جمال لپاره یوه عمره وکړم او الله ج د وکړي چې دده روح ارام وي او ددې عمرې په برکت یې الله ج وبښي.

 نسیم الله دانش

مکعه مکرمه سعودي

2 thoughts on “ارسلا جمال نه مړکیږي- د نسیم الله دانش لیکنه”
  1. Dear Brother Nasim Jan Danish,

    I have not met or seen Khodai Bakhalai Arsalah Jamal, face to face, I only saw him on TV while talking in Tawdai Khabari….

    I was so fond of him that you would not beleive it. I was shocked when my son told me that there is bobm blast in Logar province, I just told him without thinking is Arsalah Jamal alive, He replied unfortunately he is martyred. I was so badly stricken and sad that probably the first time the death of any person affected me so badly, you would not beleive it but that is true.

    My perception is that he was a great leader and a capable person, unfortunately, the enemies of this country have silenced him, he was greatr person.

    Allah bless him, Ameen.
    Rabbani

    This is almost a week ago always his face is coming to my eyes

  2. کل نفسا ذایقه الموت
    ستا په راضا زما راضا ده ربه کا ڼی هم نس پوری تړلی شمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *