متل دی وايي چې ښه، ښه دي بد دې ورک شي. په ورځني ژوند کې ښايي په ډېرو کوچنیو خبرو له ملګرو، د کورنۍ له غړو، نږدې او لرې قریبانو او یا هم بل کوم چا څخه خفه شوې یاست او یا مو رنګ سره بد شوی وي.
دا د ژوند یوه برخه ده او خپګان او خوابدي پکې شونې ده، خو د دنیا ژوند ډېر لنډ او تنګ دی، زه وایم که څومره په مینه تېر شي او په مینه وپايي، نو دا د خوند خبره ده.
پښتو لنډۍ ده وايي چې:
علمه یو تر بل ځارېږئ
دنیا د غم ټالۍ وهي ړنګه به شينه
یا وايي :
ارمان به هله زما در شي
چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړینه
دا د انسان د فطرت خبره ده چې کوم څه ورسره په لاس وي، په قدر او ارزښت يې هومره نه پوهېږي، خو چې کله يې له لاسه ورکړي، بیا پسې لاسونه مروړي.
ماته زما نېک او دینداره ملګري هومره ارزښت لري، لکه خپله مادي شتمني چې يې راته لري.
نېک دوستان مو شتمني ده، هغه په هېڅ قیمت له لاسه مه ور کوئ، خیر که کوم وخت يې درته سخته او زشته خبره وکړه، نو وګڼه چې ناز يې درباندې کړی دی.
ناز هر څوک په هر چا نه کوي او نه هر څوک د هر چا ناز وړي.
یاران د یارانو ناز وړي.
په لنډیو کې اورو چې:
که لېونۍ سترګې مې غواړې
شېرینه یاره ناز مې وړه ناز به دې وړمه
اسلام د مينې محبت او ورور ولۍ دین دی، هغوی چې د اسلام په دغه تعریف نه دي پوه شوي، لا هم جهالان دي او په جهالت کې ژوند کوي.
د پاچا خان خبره ده چې تشدد ـ تشدد زېږوي، موږ ته پکار ده چې خپله خبره په ارامه او خوږه ژبه په نورو ومنو او له تشدده کرکه وکړو.
د ژوند خوند په انتقام او غچ اخېستو کې نه دی، بلکې د ژوند رښتینی خوند په بخشش او ګذشت کې دی.