کابل ۲۶ حمل ۱۳۹۵
د روشنګرۍ د بحثونو په لړ کې دا ځل د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې استاد شرف الدین عظمي د اروايي جنګ په اړه لکچر وړاندې کړ.
په دې بحث کې چې په ناور ښوونېز مرکز کې جوړ شوی و، استاد عظیمي وویل چې د اروايي جنګ بحث ډېر سیاسي دی خو د روشنګرۍ په دې لکچر کې به یې موږ د ارواپوهنې له نظره هم وڅېړو.
اروایي جنګ، فکري جنګ او رواني جنګ ټول یوه مانا او مفهوم وړاندې کوي. اروایي جنګ د اوسني انسان کار نه دی بلکې له پېړیو- پېړیو سابقه لري. اروايي جنګ مصر، روم، عراق او د نړۍ په نورو برخو کې هم شوی دی او په افغانستان کې هم د فزیکي جنګ سره تر څنګ اروايي جنګ هم روان دی.
د اروایي جګړې نښې:
۱- د هیواد د تجزیه کولو اوازه خپرول او د داخلي جنګونه شروع کول.
۲- د دولت سقوط اود تاریخونو ټاکل.
۳- په بازار یا مارکیټ کې ستونزې جوړول.
۴- په وحشیانه ډول د خلکو وژل.
۵- مقدساتو او آدابو ته سپکاوی کول.
۶- د شخصیتونو او بااعتبارو خلکو ترور او سپکاوی کول.
۷- د رسنیو، احزابو او بنسټونو ډېرول.
۸- د کډوالۍ ډېرول او په جایدادونو باندې ولکه لګول.
۹- سمبولیکي چېغې (بنسټیز حقوق، د بیان آزادي او مدني فعالیتونه) پیلول.
۱۰- قومي، مذهبي او نژادي سندرې.
استاد شرف الدین عظیمي وویل هغه هیوادونه چې اروایي جګړه پکې روانه وي، خلک یې د ټولو مشکلاتو حل له دولته غواړي، د ټولو ستونزو سرچینه حکومت ګڼي او د هرې چارې د سمېدو تمه له چارواکو څخه کوي.
خو سالم ملتونه یا هغه هیوادونه چې له اروایي جنګ په امان وي، هغوی پر خپل ځان متکي وي، د هر کار توقع له دولته نه لري بلکې کوښښ کويپه خپله خپل سرنوشت وټاکي.
د اروایي جنګ تیوریسنان په دې باور دي چې د اروایي جنګ لپاره پراخه جغرافیه نه ده په کار بلکېدوی وایيچې د اروایي جنګ فاصله ډېره لنډوي لکه د امریکایي ستراتېژیستانو یوه جمله، چې په دې هکله ډېره مشهوره ده:
( په اروایي جګړه کې موخه د دوو غوږونو تر منځ ده.)
په اروايي جګړه کې اغیزمن لاملونه پر دوه ډوله دي:
الف- ذهني لاملونه.
ب- چاپېریالي لاملونه.
الف- ذهني لاملونه:
۱- د خلکو ذهنیت.
۲- فردي انګېزې یا لیدلوري.
۳- رواني بارونه.
ب- چاپېریالي لاملونه:
۱- مذهبي توپېرونه.
۲- قومي او نژادي توپېرونه.
۳- طبقاتي توپیرونه.
اروايي جنګیالي یا هغه څوک چې اروايي جنګونه کوي باید لاندې ځانګړتياوې ولري:
۱- په ژبه پوره تسلط.
۲- په مذهبي مسایلو پوه وي.
۳- ښه پوهه او شعور ولري.
۴- د لوړو زده کړو لرونکي وي.
۵- خلاق او نوښتګر فکر ولري.
۶- ښه تحلیلګر او شنونکي وي.
ښاغلي عظیمي وویل چې اروايي جګړې، پر درې ډوله دي او پر لاندې نقطو زیات تمرکز کېږي.
الف-ستراتېژیکي جګړې.
ب- تاکتیکي اروایي جګړه.
ج- تحکميي اروایي جګړې.
استاد زیاته کړه چې دا درې سره ډوله جنګونه بیا په خپل منځ کې پر څانګو باندې ویشل شوې دي.
الف-ستراتېژیکي جګړې:
۱- سیاست.
۲- اقتصاد.
۳- نظام.
۴- ټولنه، فرهنګ او تمدن.
ب- تاکتیکي اروایي جګړه:
۱- کوشني هدفونه.
۲- جنګي عملیات.
۳- د شب نامو تبلیغات کول.
۴- وعدې او د لارو چارو ښوول.
ج- تحکميي اروایي جګړې:
۱- پرمختګ او اسانتیاوې.
۲- مرستې.
۳- د سولې تر نامه لاندې د بریا ساتنه.
استاد وویل چې اروایي جنګ د بېلا- بېلو موخو لپاره کېږي چې ځینې په لاندې ډول دي:
۱- تفرقه اچوونه او هرج- مرج جوړونه.
۲- د هغو نقطو سره تماس چې خلک یې په وړاندې حساسوي.
۳- له داخلي تضادونو څخه کار اخیستنه.
۴- په دولت کې د ننه د بدبینۍ او شک فضا جوړونه.
۵- هره هغه مسئله چې وحدت له منځه وړي لمن ور ته وهل.
۶- د ټولو بنسټونو کمزوري کول.
۷- عامه پوهاوي او ښوونې و روزنې ته کمه پاملرنه.
۸- ظالم خلک واک ته رسول.
استاد وویل چې د یو هیواد چارواکي هغه وخت کولای شي د اروایي جنګ څخه خپل هیواد او خلک وژغوري چې لاندې کارونه تر سره کړي:
۱- د خلکو ساتنه.
۲- د تعصبونو له منځه وړل.
۳- ښوونې و روزنې ته جدي پاملرنه.
۴- د توپیرونو له منځه وړل.
۵- ګروپي او ټولنېزو کارونه ډېرول.
۶-د رسنیو جدې څارنه.
۷- د اروایي ناروغیانو درملنه کول.
۸- د څېړنېزو او فکري مرکزونو جوړول.
۹- پر خپلو پوهانو او علمي کادونو باور درلودل.
د لکچر له خلاصېدو سره سم د روشنګرۍ ګډونوالو د لکچر له وړاندې کوونکي څخه پوښتنې وکړې او هغه یې جوابونه وویل.
د روشنګرۍ لکچرونه د څلورو کال راهیسې په کابل کې جوړېږي او څانګې یې په کندهار، هلمند او پکتیا کې د روښانتیا په نوم د لکچرونه پروګرامونه لري.