شالید
لوی خدای «جلجلاله» د بقرې سورت په ۲۱۷م ایت کې فرمايي؛
وَلَا يَزَالُونَ يُقَـٰتِلُونَكُمۡ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمۡ عَن دِينِکُمۡ إِنِ ٱسۡتَطَـٰعُواْ
او هغوی «مشرکان» به له تاسې سره په دې موخه تل خپله جګړه روانه وساتي چې که «خدای مه کړه» پر تاسې غالب شي، تاسې له خپله دینه وباسي.
د قران کریم په دې ایت کې د “لایزالون” کلمه د “تداوم، تل یا پرلهپسې” په مانا راغلې ده او دا راښيي چې دښمنان مو تل په جګړه راسره بوخت دي، که څه هم د جګړې ډول، مهال، ځای، او شرایط روښانه نه دي. کېدای شي چې دا جګړه اروايي، پوځي، اقتصادي، دیني، ژبنۍ او یا هم کلتوري بڼه ولري.
موږ دلته د اروايي جګړې په هکله خبرې کوو. په اروايي جګړه کې د دوست، دښمن او بېپلوه ټولنو احساسات، نظریات، باورونه، دریځونه او کړنې د یو لړ پلان شویو تبلیغاتو او کړنو په مټ په دې نیت تر اغېز لاندې را وستل کېږي چې سترو او ملي موخو ته رسېدل او یا هم د رسېدا لارې چارې اسانه کړي. اروايي جګړه په پوهنیزو سرچینو کې د هېښوونکې ټولنیزې پدیدې په توګه یاده شوې او په انساني ژوند کې ژورې ریښې لري. نننۍ نړۍ د اروايي جګړې او تبلیغاتو نړۍ ده؛ نو هغه سیاسي کړنې چې د نورو د بېلارې کولو په موخه او یا هم کومو ځانګړو موخو ته د رسېدا په خاطر ترسره کېږي، تبلیغاتي حرکت بلل کېږي.
پوهان پر دې باور دي چې دا د جګړې تر ټولو خطرناک ډول دی. هغه په دې خاطر چې دښمن په اروايي جګړه کې د خلکو همدا ډول پوځي سرتېرو د مورال کمزورولو او ماتولو په موخه د خلکو باورونه، احساسات او تمایلات په نښه کوي؛ نو له همدې کبله اروايي جګړه د پوځي چارو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
وینسټن چرچیل د اروايي جګړې په اړه وايي: “اروايي جګړو ډېر ځلې د تاریخ لوری بدل کړی دی او په تاریخ کې د دې ډول جګړو نمونې تر شمېر اوښتې دي. د جنګي ماشینونو په وسیله ګټل شوې جګړې تر لنډې مودې وروسته له ماتې سره مخ شوې، هغه په دې خاطر چې د پوځیانو او خلکو معنوي روحیه یې نه ده کمزورې کړې؛ نو له همدې کبله، جګړهیز ماشین د لوړ معنوي مورال پر وړاندې تل له ماتې سره مخ شوی او د جګړې سوبه د لوړ موراللرونکيو ملتونو په برخه شوې ده.”
د اروايي جګړې په اړه لیدلوري
لومړی لیدلوری
اروايي جګړه هغو کړنو ته ویل کېږي چې د دښمن د روحیې، باورونو او عواطفو د اغېزمنولو، زیانمنولو او کمزورولو په موخه ترسره کېږي. د دې لیدلوري یونپلي/پلویان تبلیغات د اروايي جګړې یوه اړینه او بنسټیزه برخه ګڼي.
دويم لیدلوری
اروايي جګړه یوه اروايي پدیده ده چې د ټولنې ټول غړي اغېزمنوي. په دې لیدلوري کې شخصیتوژنه، جاسوسي، انسانوژنه، ترهګري، سانسور او داسې نور په دې نیت تر سره کېږي چې له دې لارې ټولنیزو ناخوالو او کړکېچونو ته لاره هواره، ټولنه پر یوه ځانګړي لور روانه او موخو ته لاسرسی اسان شي.
درېیم لیدلوری
دا کسان بیا اروايي جګړه د سیاسي چارو، پوځي کړنو، چریکي جګړو او نیمه پوځي جګړو یوه برخه ګڼي او په دې باور دي چې د اروايي جګړې، هم د جګړې په ډګر کې او هم د سولې پر مهال، د دولتونو د سیاسي او پوځي چارو اړینه ملاتړې مټه ده.
د اروايي جګړې موخې
د پورته خبرو مانا دا شوه چې اروايي جګړه یوه متداومه جګړه ده چې د پیل او پای لپاره کوم ځانګړی مهال یا شرایط نه لري. اروايي جګړه لاندې پوځي او تکتیکي موخې لري؛
- د خلکو ویرجنول
د خلکو کمزورتیاوې لویې او پیاوړتیاوې وړې ښوول او د خلکو غوښتنې او ارزوګانې د هغوی د امکاناتو په پرتله سترول د خلکو د ویرجنولو له لارو چارو شمېرل کېږي. په دې برخه کې رسنۍ، په ځانګړې توګه ټولنیزې رسنۍ لکه فېسبوک، ټویټر او ځینې نور مهم رول لوبوي.
- په خلکو کې نهیلي را منځ ته کول
د ټولنې سیاسي، اقتصادي او اروايي حالت ته په کتو، په خلکو کې د محرومیت، ورانیو، په جګړه کې د ماتې، د وینې تويېدنې او داسې نورو شیانو نهيلي را پارول.
- د ترهې او ډار را منځ ته کول
د ډار او ترهې د خبرونو د خپرولو په وسیله د خلکو فکر او روان تخریبول.
پر اروايي جګړې اغېزمن لاملونه
ذهني لاملونه
ا. د مخاطبو کسانو ذهني، اروايي، فکري، او اعتقادي کچې پېژندنه.
ب. په ټولنو کې د مخاطبو کسانو د ژوند کچې او چاپېریال پېژندنه.
ج. د اروايي جګړې ځانګړنې؛ وړتیا او ژمنتیا لرل.
چاپیریالي لاملونه
ا. مذهبي اختلافات
ب. توکمیز اختلافات
ج. طبقاتي اختلافات
د. ژبني اختلافات
نور لاملونه
ا. د شخړو پاروونکو خبرو/کړنو مخنیوی کول
ب. له پوځي عملیاتو سره د اروايي طرحو یو ځای کول
ج. له بشپړ حقیقت ویلو، که څه هم اړین وي ډډه کول، ځکه چې د ټول حقیقت ویل ښايي ستونزې را وپاروي.
په اروايي جګړه کې رسنۍ «مطبوعات، خپرونې، راډیو، ټلوېزیون، انټرنیټ…»، ادبیات «کیسې، شعر، رومان او طنز» او په نړيوال ډګر کې «ډیپلوماسي، نړیوال سازمانونه، له هېواده بهر سفارتونه» او هنر «فلم، تجسمي هنرونه، تیاتر او موسیقي» کارول کېږي.
په رسنیو کې د رواني جګړې تاکتیکونه
درنښت او سپېڅلتیا
په دې تاکتیک کې د یوه شي پر درنښت او سپېڅلتیا په دې موخه زیات ټینګار کېږي چې له شواهدو پرته منلتیا ومومي. مثلاً په دې تکتیک کې ملي او مذهبي څېرې او یا هم هغه ملي دودونه یا جریانونه چې عامو خلکو ته د درناوي وړ وي، کارول کېږي. همدا ډول، په دې کې طنز، موسیقي، کاریکاټور، لنډې کیسې او شعرونه هم د تکتیکونو په توګه کارول کېږي.
تصدیق
د نوموتو کسانو لکه سیاستوالو، هنرمندانو، پوهانو او د کولتوري، ټولنیزو او سیاسي ډلو ملاتړ ته د تصدیق تاکتیک ویل کېږي.
اوازه
هره اوازه د یوه واقعیت یوه لویه برخه وي، خو د اغېزناکتیا کچه یې د اوازې په نامالوموالي پورې تړلې ده. یانې یوه اوازه چې هر څومره پېچلې او مهمه وي، هغومره یې د اغېز کچه لوړه وي.
په خرپ درواغ
په دې تکتیک کې هغه پیغامونه چې رښتیا ته نږدې لا نه وي، خلکو ته رسول کېږي او د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو او له دې لارې د مطلوبو درواغو د ځایولو په موخه بیا بیا ویل کېږي. دا یو بشپړ ناببره خبر وي او خبري عناصر په بشپړه توګه پکې مطرح کېږي.
نیم رښتیا ویل
په دې تکتیک کې د یوه مهم خبر ځینې برخې تر نورو رسول کېږي او ځینې هغه برخې چې له رښتیا ویلو سره تړاو لري په لوی لاس ځنې حذف کېږي.
د کړکېچ د راتلو وړاندوینه
په دې تکتیک کې پرلهپسې د هېواد د سیاسي او اقتصادي حالت په اړه دروغ خبرونه او شمېرې په دې موخه وړاندې کېږي چې که اوسنۍ وضع دوام وکړي؛ نو ستر کړکېچونه او بحرانونه به را منځ ته شي او یا هم د بدلون په نامه داسې چارې تر سره کېږي چې د خلکو ذهنونه اغېزمن کړي. یو بل تکتیک دا هم دی چې په بېلابېلو وختونو کې په ډېره کمه کچه او نامنظم ډول خلکو ته خبرونه او مالومات ورکول کېږي چې خلک یې پر وړاندې حساس او تر یوې مالومې نېټې وروسته هغه ومني.
سانسور
په دې تکتیک کې د خبرونو ځینې برخې لېرې کېږي او ځینې خلکو ته رسول کېږي چې له کبله یې خبرونه مبهم کېږي او پوښتنې راولاړوي او په دې توګه اوازو ته لار پرانیستل کېږي.
جنسي پارونه یا لېوالتیا
په دې تاکتیک کې له یو لړ ځانګړيو نومونو او یا داسې خبري یا ټولنیزو څېرو د غولوونکيو کسانو په توګه کار اخیستل کېږي چې د ټولنې کسان په اساني تر اغېز لاندې راوستلای شي او په خلکو کې له همدې امله د منلو وړ ګرځي او خلک د پیغام او ادبیاتو له محتوا غافل کېږي.
په خلکو کې شخړې او توکمپالنه را منځ ته کول
په دې تکتیک کې د خلکو او سیاسي نظام تر منځ درځ اچول کېږي چې له کبله یې خلک پر خپل سیاسي رژیم بېباوره کېږي. دا تکتیک ترهګرې ډلې او ملاتړي هېوادونه يې په ډېره اغېزناکه توګه کاروي.
شخصیتوژنه
په دې تکتیک کې که د یو چا فزیکي وژنه امکان و نه لري او یا هم باید و نه وژل شي؛ نو بدیل یې د بېلابېلو رسنیزو لارو چارو له لارې د نوموړي کس په شخصیت وژلو باندې لاس پورې کول دی.
تکرار
د یوه پیغام د اغېز د پایښت په موخه پیغام بیا بیا ځلې تر خلکو رسېږي او د خلکو په ذهنونو کې ځانګړی ځای نیسي.
ترهه او ډار اچول
د اروايي جګړې پوهان خپلو مخاطبانو ته داسې خبرې کوي چې ګواکې تاسې ته زیاتې ستونزې او کړکېچونه را روان دي، ستاسې راتلونکی نامالوم دی او ډېرې لویې بلاوې او مصیبتونه به درباندې راشي.
مبالغه
د یوې موضوع په لویولو سربېره، د هغې د رښتیا ښوولو کوښښ کوي او دا ډول تکتیک په ځانګړيو وختونو کې کارول کېږي.
مغالطه
په دې تکتیک کې سمې او ناسمې، کره او ناکره، روښانه او تیاره او منطقي یا غیرمنطقي څرګندونې په دې موخه یو ځای کارول کېږي چې خلکو ته تر ټولو ښه یا تر ټولو بد محصول وړاندي کړي. په دې برخه کي دا ډول لارې چارې او دلایل کارول کېږي چې یو نظر تاییدوي او هغه دلایل چې هغه نظر نه تاییدوي له پامه غورځول کېږي.
د اروايي جګړې ډولونه
سټراټېژیکه اروايي جګړه
دا اوږدمهاله او سټراټېژیکه اروايي جګړه ده چې د سیاسي، پوځي، ټولنیزو او اقتصادي کمزورتیاوو په کارولو سره د ټولنې د یوې برخې او یا هم د ټولو کسانو پر وړاندې پلې کېږي. دا جګړې د ټولنې خلک په خپلو باورونو او ارمانونو ناباوره کوي.
اروايي تکتیکي جګړه
دا ډول اروايي جګړه په کوچنۍ محدوده کې د ځانګړو موخو لپاره ترسره کېږي. په دې جګړه کې د جګړې د ډګر پوځي او ملکي دښمنان په نښه کېږي.
تحکیمي اروايي جګړه
دې ته تثبیتي، استقراري او استحکامي اروايي جګړه هم وایي. دا د جګړهیزو عملیاتو د پرمختګ، په عملیاتو کې د اسانتیاوو د را منځ ته کولو او د ملکي خلکو د همکاري د کچې د زیاتولو په موخه د هېواد دننه یا په هغو سیمو کې چې د دښمن تر واک لاندې وي، کارول کېږي.
د اروايي جګړې وروستۍ موخه په جګړه کې سوبې لاس ته راوړل، د تر لاسه شوې سوبې ساتل او د سولې او امنیت ټینګښت دی. د جګړې یا سولې پر مهال، دولتونه اړ دي چې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره یو لړ ځانګړې او پاموړ کړنې ترسره کړي چې په نړېواله کچه د خپل هېواد او ملت ګټې عملاً خوندي کړای شي. پر همدې بنسټ، دولتونه او سیاسي ډلې خپلو موخو ته د رسېدا او د خپلو ګټو د خوندیتوب په خاطر په هېواد کې دننه، بهر او په نړيواله کچه یو لړ کړنې ترسره کوي چې دا کړنې “اروايي جګړه” بلل کېږي.
له یوې خوا سیاسي ډلې او دولتونه اړ دي چې په اروايي جګړه کې ښکېل لوري په پام کې ونیسي او عام افکار د خپلې اروايي جګړې په زور مهار کړي. له بلې خوا که څه هم اروايي جګړه د پوځي عملیاتو بشپړوونکې بلل کېږي، خو د جګړې په ډګر کې سوبې ته د رسېدو لپاره باید د خلکو همیشنی ملاتړ ترلاسه کړي؛ نو ښکاره ده چې سیاسي نظامونه دې د سولې پر مهال خپلو ملي او سترو موخو ته د رسېدا په نیت د رسنیو له لارې هراړخیز تبلیغات وکړي او د نورو هېوادونو ملاتړ دې تر لاسه کړي.
په ننني عصر کې له اروايي جګړې پرته د هېواد د ملي ګټو خوندیتوب ناشونی دی. هغه ملتونه چې په اروايي جګړه کې ګټونکي وي، په توده او ماشيني جګړه کې یا خو نه ماتېږي او یا هم لنډمهاله ماتې مني، خو په اوږدمهال کې به سوبه د دوی په برخه وي.
د سیاست او تبلیغاتو همغږي په اروايي جګړه کې اړینه ده، په دې مانا چې د سیاسي چارواکيو او د سړې جګړې د تبلیغاتي ارګانونو تر منځ باید پوره باور، همغږي او همکاري وي چې په ګډه دا جګړه په ښه ډول پر وړاندي بوځي. دا چاره به له هېواده بهر د ګټو په خوندیتوب کې کارنده رول ولري او همدارنګه تر مادي ګټو ور ها خوا به سیاسي او اقتصادي ګټې هم له ځانه سره ولري. د خلکو باور به پر نظام زیات او ملاتړ به یې وکړي، د خلکو د پوهاوي کچه په دې توګه لوړېږي او د دښمن د دسیسو پر وړاندې خلک درېږي چې له دې لارې د دښمن د اروايي متقابلې جګړې د زیان او اغېز کچه را کمېږي.