سوله د مادياتو يا ظاهري شيانو پر شتون متکي نه ده. د اروايي سولې په راتګ کې انساني اخلاق پراخه ونډه لري او همداراز مينه، انساني عواطف او احساسات هم د اروايي يا ذهني سولې په راتګ کې پراخ رول لوبوي.
فلسفي معقوله ده، چې انسان د انسان پر وړاندې انسان دی. انسان د خپلو ستونزو د حل لپاره مجبور دی بل انسان ته مراجعه وکړي، که يې مرستندوی شو، انسانيت يې ولاره او که نه انساني صفات نلري. څوک چې د بل حقوق زيانمنوي يا يې له منځه وړي انسانيت يې چلنجېږي.
بشر ته ځکه اشرف المخلوقات ويل شوی دی، چې مينه، عواطف او احساسات لري. نن چې غير انساني کړنه ترسره کېږي او يو د بل په لاس وژل کېږي لامل يې د احساس او عاطفې نه شتون دی.
دلته پوښتنه راپيدا کېږي چې احساس ولې له منځه ځي؟ ولې عواطف ورکېږي؟ کوم لاملونه دي چې دا دوه څيزونه له انسانه اخلي؟ ځواب يې تر ډېره روښانه دی. د جګړې دوامداره کېدل د انسان پر حواسو غلبه کوي، اروا يې وژني. که يو عمل ډېر دوام ومومي، پرېښودل يې ستونزمن کېږي او پر يوه عادت اوړي. غير انساني او غير اخلاقي کړنې هم همداسې.
موږ چې تېرې څلوېښت کلنې جګړې اغېزمن کړي يو، د انسان وحشت راته هغه ډول نه ښکاري لکه په اروايي توګه سوله شتمنو خلکو ته.
د انساني ټولنې وګړي د اخلاقي معيارونو د يوې داسې ټولګې پر لرلو مکلف دي چې انساني حقونه راوپېژني او ساتندوی يې وي، چې دې ته قانون ويل کېږي.
موبايل کې مې د لېوال صيب د لکچر يوه ويډيو ليدله. دی د حق په اړه وايي: حق هغه پوله ده چې د يوه فرد د ازاديو حدود تعينوي. چې د طبيعت په مقابل کې، د ټولنې په مقابل کې او د فرد په مقابل کې پر حقونو يې وېشي. د هر يوه لپاره ډېر ښه مثالونه ورکوي.
د ټولنې په مقابل کې حق داسې راښيي: تاسو د بيان د ازادۍ حق لرئ، خو د ټولنې معتقداتو او ارزښتونو ته د سپکاوي حق نلرئ. په يوه بله بېلګه کې وايي: په سپارټ او زاړه آتن کې يو مشکل دا وه چې ښاريانو به شراب ښه ډېر وڅښل او د شپې به راووتل، کوڅو کې به يې چيغې وهلې، خلک به يې راويښ کړل. دوی به ورته ويل ولې چيغې وهئ؟ هغوی به ويل موږ د دې ښار اوسېدونکي يو، حق لرو. دوی به ورته ويل چې خوب کول خو زما حق دی؛ نو ته چې چيغې وهې ماته خوب نه راځي. د دوی تر منځ به ستونزې رامنځته شوې.
مادي سوله که وجود ولري موږ ته سکون نه راکوي، ارامښت نه وي، زموږ احساسات او عواطف نه شي څارلای.
د بېلګې په توګه ويلای شو، که ټولنه مو له اخلاقي او رواني اړخه متشدده وي او دا عمل دوام ومومي، لويې اخلاقي ستنې نړوي او تاوتريخوالی رامنځته کوي.
که زه شتمن اوسم او د شتمنۍ ساتلو او څارلو لپاره ذهني ټيکاو ونلرم، څه ترې نشم بودولای. علت يې هم دنننی اړخ لري هم بهرنی. د امن نه شتون يې بهرنی اړخ ګڼلای شو.
نو اړينه ده چې پر ذهني يا اروايي سولې تاکيد وکړو ترڅو د انسانانو ترمنځ د مينې او عاطفې اړخ غالب شي.