ارواپوهنه او د ټولنې پوهنې د علومو ځينې مضامين موږ ته د دې وړتيا راکوي چې په ځينو څېزونو له وړاندې پوه شو او د يو څه په اړه مخکې له مخکې وړاندوينه وکړو، دا چې وړاندوينه مو څومره پر ځاى ده يا نه؟ دا خبره په خپل ځاى، خو زموږ ذهنيت او د يو څه په اړه د مخکيني کړې مشاهدې او مطالعې د پايلې څرګندېدل يوه مهمه موضوع کېږي.
ټيپ پېژندنه هم داسې يوه موضوع ده چې له ادبياتو سربېره موږ په ټولنيز ژوند کې ورسره مخ يوو او ډېر ځله مو که څوک ليدلي هم نه وي، نو وايو چې هغه کس راته ډېر عصباني ښکاري، ډېر تندخويه، يا خوش اروا او … خندان ښکاري.
ټيپ د يوه شخص ظاهري څېرې، کړو وړو، حرکاتو، خبرو اترو او چلند ته ويل کېږي چې لا مو ورسره خبرې اترې نه وي کړې، اشنايي ورسره نه لرو، خو په څېره او تندي کې يې ځينې خبرې لولو.
همدا موضوع د ارواپوهانو لپاره ډېره د پام وړ ده، په همدې ډول يې له پوليسو سره د جرم پېژندنې او پوليسي پلټنو په برخه کې هم د مجرمينو او جرمونو په پېژندلو کې خورا مرسته کړې ده، خو په ټولنه کې د ګډ ژوند او همپالنې لپاره اړينه ده چې هر څوک دا موضوع درک او د يوې سوکاله او له تاوتريخوالي لرې ټولنې د رامنځته کولو لپاره يې وکاروي.
ډېر ځله زموږ لپاره دا ډېره زړه را ښکوونکې وي چې کله يوه رواني ډاکټر يا ارواپوه ته ورځو او کوم ستونزه لرو، نو ارواپوه او يا روان پوه ډاګټر تر ټولو وړاندې چې موږ يې فکر هم نه کوو، زموږ ځينې حالاتو ته ځير کېږي، ممکن يو اصلي لامل يې هم له ټيپ پېژندنې سره د هغوى اشنايي وي.
ټيپ پېژندنه هغه پوهه ده چې له موږ سره مرسته کوي، څو د اشخاصو ظاهري جوړښت ته د پاملرنې له لارې، تر يوې کچې د هغه په غوښتونو، هيلو او ستونزو پوه شو.
که څه هم ځينې ارواپوهان ددې روش په علمي بڼه شک لري، څو له دې چارې کولى شو چې د انسان د ځينې شخصيتي اړخونو د پېژندلو او درک لپاره د نسبي لارښوونې لپاره کار واخلو.
د ټيپ پېژندنې د ډېرې زړه طبقه بندۍ نسبت د لرغوني يونان پخوانيو حکيمانو په بقراط( پنځمه مخزېږدي پېړۍ) او جالينوس (درېيمه مخزېږدي پېړۍ) ته ورکړل شوى دى.
بقراط پر څلور ګونو غړو ياني صفرا، وينې، معدې ا او بلغم عقيده درلوده او په دې باور و چې د انسان د جسم او بهرنۍ نړۍ تر منځ يو تړاو شته او څلورګوني عناصر( اوبه، باد، خاوره او اور) د انسان په بدن کې خپل خواص او نښې نښانې لري.
په دې مانا چې د اور خاصيت ګرمي، د باد يخني، د خاورې وچوالى او د اوبو نم دى( بلغم د اوبو د نم استازى، صفرا د اور د تودوالي نماينده، معده د خاورې د وچوالي او وينه د باد د سړوالي استازولي کوي.) که څه هم دا طبقه بندي د علمي اړخه کوم ارزښت نه لري، خو بيا يې هم په عامه باورونو کې پراخه شهرت او منښت موندلى و.
په شلمه پېړۍ کې د افرادو د طبقه بندي لپاره هڅې زياتې شوې. له دې ډلې ځينو کسانو ډېرې هڅې وکړې چې د الماني ارواپوه ډاکټر ارنست کرچمر هڅې په دې برخه کې د ډېرې يادونې وړ دي.
نوموړي په ١٩٢١ کال کې د بدن د جوړښت په اړه يوه خپاره کړي کتاب کې د بدني جوړښت، د اوږو پلنې، ډنګر والي او چاغښټ له اړخه افراد په درېيو ټيپونو ووېشل.
ډنګر(Pyknic)، چاغ(Asthenic) او پهلوان بدنه (Athletic) ووېشل. له دې وروسته بيا امريکايي عالم ويليام شلډون په ١٩٥٤ لمريز کال د انسانانو اطلس نومي کتاب کې د جنين د ودې او ځينو روشونو له لارې د اشخاصو د شخصت درې اړخونه مشخص کړل.
د ددې دوو پوهانو له خوا معرفي شوي شخصيتي ټپيونه ګڼ ورته والي هم لري چې په اړه يې بحث کول ډېر وخت نيسي، خو ځينو جسمي او رواني ځانګړتياوو ته به يې لڼده اشاره وکړو.
١- اندو مورفيک ټيپ لرونکي:
ددې ټيپ لرونکي اشخاص هغه دي چې جسم يې د نسوج او غړو تر واک لاندې وي. دا ډول افراد دروند وزن لري، د هغوى عضلو او هډوګو چندان وده نه وې کړې چې د کرچمر د طبقه بندۍ له مخکې پيک نيک بلل کېږي او له جسمې اړخه چاغ او لنډ قد لري، د دوى سينې او ګېډې د بدن د نورو برخو په پرتله ښه وده کړې وي، د بدن پوست يې سور رنګه وي.
د دوى د سر وېښته کمزوري او تويېږي، زر پک کېږي. د کړو وړو له اړخه ښه چلند ا اخلاق لري، شوخ او خوش طبعه وي، هر څه ته ډېر خوښ او هيله من وي، ظاهر او باطن يې توپير نه لري، زر له نورو سره زړه تړي او همداسې زر ور نه زړه را ټولوي.
له منطقي مسايلو سره ډېره لېوالتيا نه لري، سمپاتيک اعصاب يې زيات فعال وي. ياني هغه خپلواک اعصاب چې د پېښو او هيجاناتو پر مهال اصلي نقش لوبوي. دوى ډېر ټولنيز او وينه يې ګرمه وي، کرکه نه کوي، ژوند ځان ته نه سختوي.
په کړو وړو کې ملايم، له ادابو او ټولنيزو تشريفاتي رسمونو سره لېوالتيا لري، وروسته غوسه کېږي چې غوسه يې دوام نه لري ياني لنډه مهاله وي، ټنبل او راحت طلبه وي، د نورو هوکړې او محبت خپلولو سره زياته لېواله وي.
ژور خوب کوي، د پرېښنانۍ پرمهال نورو ته اړتيا حس کوي او په خوښۍ کې احساست څرګندوي، له خوړو سره ډېره مينه لري. دوى اکثره له رماتېزم، د ګوردې ډبرې، شکر، ژور خپګان ناروغيو سره مخ کېږي.
٢- مزو مورفيک ټيپ لرونکي:
دا کسان کرچمر په خپله طبقه بندۍ کې پهلوان بدنه بللي دي، چې د جسمي اړخه د غښتلو هډکو او پياوړې پلنې سينې، لوړ قدام او قوي اندامونو لرونکي دي، دوى تل د اخلاقو او روان له اړخه جنجالي، زور ويوونکي او د واکمنۍ غوښتنې احساس لري.
دوى بدني فعاليت او عمل زيات کوي او د نورو احساساتو پر وړاندې بې تفاوته وي، يا په بل عبارت ورته پاملرنه نه کوي. په کار کې ځنډ او خنډ نه مني، نه ستړي کېږي او انرژي يې زياته وي. دوى له خطرناکو او غير منتظره کارونو سره مينه لري، له خطره وېرنه لري، له ځانه بېباکانه او حيرانوونکي حرکات کوي.
د مبارزې او ننګونې غوښتونکې وي، د عاطفي اړخه بې احساسه او د درد پر وړاندې بې پروا وي. د پرېښنانۍ پرمهال عمل ته لاس اچوي، ورزش، غرختنه، په ورزشي لوبو په ځانګړي ډول په لوبو کې د بريا غوښتونکي دي.
د بېلابېلو مسايلو پر وړاندې د نورو دوو ډلو په څېر حساسيت نه لري، بلکې د سړې وينې، ارام، محتاط او محافظه کار دريځ لرونکي وي. ډېره کمه شوخي کوي، کوښښ يې دا وي چې تر ډېره جدي او قاطع وي، دوى اکثره د عصبي ګډوډيو پر ناروغۍ(Epilepsy) اخته کېږي.
٣- اکټو مورفيک ټيپ لرونکي:
د کرچمر په طبقه بندۍ کې ددې ډلې ځانګړتياوې ډنګر وجود لرونکو ته ورته دي. دا ډول اشخاص د جسمي اړخه اوږد او باريک اندام لري او د بدن وده يې عمودي ده.
د دوى د سينې قفس باريک او مسطح او هډوکي يې پياوړي او له پوستکي څخه له ورايه ښکاري، د دوى ګېډه ننوتې، وجود يې ډنګر او لاس او پښې اوږده دي. د خوى او خواصو له اړخه ګوښه خوښي او خيال پالونکي وي، خبرې يې له کنايې او نېش ډګې وي، بهرنۍ نړۍ ته کمه پاملرنه لري او تر ډېره په خپل ځان کې ورک وي.
دوى که په ډېره سختۍ له چا سره ملګري کېږي ، خو همداسې يې ملګري هم ډېره په ګرانه له منځه وړي، دوى ډېر کينه کښ او بدبينه خلک دي، د علمي فعاليتونو له اړخه پياوړى ځواک او ژور ادراک لري.
له اندازې زيات حساس دي، په عمده ډول له واقعيت سره عقلاني چلند کوي. دوى راز ساتونکي دي او خپل عواطف پټوي، د سترګو او څېرې حرکات يې د اندېښنې او زړه نازړه والي ښکارندوى وي، له معاشرت ساتنه کوي، حال او وضعيت يې د وړاندوينې خلاف وي، بې خوبه او خسته وي چې په بدل کې يې هغوى ډېر حساس شوي او د پرېښانۍ پرمهال يوازېتوب او ګوښه ناستې ته اړتيا لري.
دوى د فکر فکر کوي، وروسته اشنا کېږي، ځان ښودنه نه کوي، په ټولنه کې د ژوند او ناستې پاستې پر ځاى يوازېتوب ته ارزښت ورکوي، دا يې نه خوښېږي چې د نورو پاملرنه ځان ته را واړوي، په خپله عقيده کې متعصب او اصولو ته ژمن دي، علمي او هنري ذوق لري او سختګيري کوي.
دوى ډېر زر ځورېږي او د ژوند له ناخوالو ډېر ژر په شکايت او ګيلو راځي، دا ډول اکثره کسان په نري رنځ، د معدې زخم، سردري او رواني ناروغيو اخته کېږي.
نږدې ټولې هغه ځانګړتياوې چې د اشخاصو په ټيپ کې شته، په بشپړه توګه نه ليدل کېږي. دلته باور دادى چې فرد د متعادل شخصيت لرونکى دى او له هر ټيب نه په کې په منځني ډول ځينې ځانګړتياوې شته وي، همدارنګه احتمال لري هغه افراد نادر يا کم پيدا دي چې د يوه ټيپ ټولې ځانګړتياوې په کې ومومو.
په ټيپ پېژندنه شوې نيوکې
د بېلابېلو ټپيپونو په چوکاټ کې د شخصيتونو د طبقه بندۍ پر روش ګڼې نيوکې هم کېدلى شي. لومړى دا چې په څو ځانګړي ټيپونو د اشخاصو وېشل اصولا د نورو شخصيتي ځانګړتياوو پر وړاندې د غفلت سبب ګرځي، له بلې خوا ممکن د هر ټيپ کسان ډېرې هغه ځانګړتياوې ونه لري، چې دهغوى په اړه يې يادونه کېږي.
دويم دا چې د بېلابېلو ټپيونو لرونکو کسانو ترمنځ زيات شمېر ګد صفتونه هم موندلى شو. درېيم دا چې موږ د انسانانو په بدن کې ټيپ پېژندنه دهغوى د بدن د ډنګروالي، چاغښت او يا پهلوان توب په معيار تر سره کوو، نو ايا که چېرته د هغه وجود د تغذيې يا نور لاملونو په سبب بدلون وکړي، نو امکان لري چې په ټيپ کې يې شخصيتي بدلون هم رامنځته شي که نه؟
پورتنۍ درې نيوکې ددې سبب شوې چې د ټيپ پېژنې علمي اعتبار تر شک لاندې راشي او يواځې د انسانانو د شخصيت پېژنې په ځينو اړخونو کې د کوم خاصيت د پېژندنې لپاره د يوه نسبي لارښود په توګه ومنل شي.
اخځليکونه
1-Character Psychology and Character Education. Edited by Danie K. Lapsley and Clark Power
2-Encyclopedia of Psychology.
3-Character and Psychology, by: Dr Bob, L.G. www.psychologytody.com
4-Character and Moral Psychology, by: Christian B.Miller. Psychology today. And William James’s Principles of Psychology.
5-اساسات روانشاسى شخصيتى، داکتر صالح سجادى، مقاله، دانش نامۀ روانشناسى و علوم تربيتى
6-اختلالات در شخصيت انسانى ، استاد انصار، صبورى ، دانش نامه…
7-مراحل کسب شخصيت انسانى، مليحه مهرين، مقاله، دانش نامه…