مسلم داوودزی

۵. ژبه او د ژوو د اړیکو جوړولو نظامونه:

پخواني خلک هم پوهېدل چې ځینې ژوي د اړیکو جوړولو لپاره نظامونه لري، که څه هم د څومره والي او څرنګوالي پر اړه یې بشپړ معلومات نه لرل، خو پوهېدل چې د شاتو مچیو، مېږیانو او او ډېرو نورو ژوو ترمنځ د اړیکو خپل- خپل نظامونه دي. اوس موږ د ژوو د اړیکو ټینګولو نظامونو پر اړه ډېر معلومات لرو. په ژبپوهنه کې دې نظامونو ته لاسي د ژبې نوم نه اخلي ځکه چې هېڅ ژوي ان هغه ژوي چې د جنیتیک له پلوه انسانانو ته نېږدي دي د انسان د ژبې غوندې د اړیکو نظامونه نه لري.

ښکاره خبره ده چې بل هېڅ ژوی ژبه نه لري، خو پوښتنه داه ده چې زموږ ژبه زده کولای شي او که نه؟

د دې لپاره چې دا خبره معلومه کړي څېړونکو ځینو ژوو لکه بیزوګانو باندې څېړنې کړې دي. پروفیسور الن او مېرمنې یې په ۱۹۶۶ کال کې هڅه وکړه چې د « واشو» په نامه یوې بیزو ته خبرې ور وښیي. په ۱۹۴۷ کال کې یو بل  سړي له خپلې مېرمنې سره چې دواړه ارواپوهان وو، هڅه وکړه چې د « ویکي» په نامه یوې بلې شادي ته خبرې ور زده کړي. دې دواړو هڅو او همداسې نورو هڅو کې څېړونکو ماته وخوړه او بیزوګانو ژبه زده نه کړای شوه.( ۱: ۳۷ )
۵-۱: په قرانکریم کې د ژوو خبرې:

د النمل شریف سورت په قرانکریم کې اوه ویشتم سورت دی، ۹۳ ایاتونه لري او په مکې معظمې کې نازل شوی دی. خدای پاک په دې سورت کې د موسی ( ع) ، داود ( ع) ، سلیمان ( ع) ، صالح ( ع) او لوط ( ع) لنډې کیسې کوي.
حضرت سلیمان ( ع) ته خدای پاک فاضل علم او حکمت ورکړی و. پېریانو، ژوو، مرغانو او باد یې اطاعت کاوه. سلیمان ( ع) ته یې د ژوو پر ژبو د پوهېدو وړتیا هم ورکړې وه.

د النمل په سورت کې خدای پاک د سلیمان ( ع) له خولې وایي: ژباړه: او ( سلیمان) وویل: ای خلکو موږ ته د مرغانو خبرې راښودل شوې دي.١٦

ژباړه: تر هغې چې د مېږیانو پر کنده ورغلل،

ژباړه: نو یوه مشر مېږي وویل: ای مېږیانو خپلو سوړو ته ننوځئ، چې د سلیمان لښکر مو په ناپامۍ تر پښو لاندې نه کړي.١٨

ژباړه: او د مېږي د خبرو په اورېدو سلیمان(ع)  مسکی شو او ویې ویل: ای زما ربه د ښو کارونو توان راکړې، چې زه پرې د هغو نعمتونو شکر وکړم چې ما او زما مور او پلار ته دې راکړې دي. ما دې په نیکو او صالحو بنده ګانو کې وشمېره.١٩

ژباړه: مرغان یې راټول کړل، خو هدهد پکې نه و، نو له مرغانو یې و پوښتل: هدهد چېرته دی؟٢٠

ژباړه: یا به را ته قانع کوونکی دلیل وایي، او یا به یې حلالوم.٢١

ژباړه: له لږ ځنډ وروسته هدهد راغی او د سلیمان(ع) په ځواب کې یې وویل: زه په هغو څیزونو خبر شوم چې ته ترینه خبر نه یې او له سبا نه مې درته یقیني خبر راوړی دی.٢٢

ژباړه: د سبا پر قوم باندې یوې ښځې پاچاهي کوله، لوی تخت یې و او سمه پاچاهي یې وه.٢٣

ژباړه: دا ښځه او قوم یې د الله تعالی پر ځای د لمر عبادت کوي، دا کار ورته شیطان ښه ښکاره کړی او سمې لارې ته یې نه پرېږدي.٢٤

ژباړه: دوی د هغه الله عبادت نه کوي چې د ځمکې او اسمانونو پټ څیزونه په ډاګه کوي، څه چې وایئ او څه مو چې په زړه کې دي الله تعالی پرې خبر دی.٢٥

همداسې د سورت شریف تر پایه پورې.

د منطق او نطق وییونه دواړه د خبرو پر معنا دي که څه هم دا دواړه وییونه د انسان خبرو ته کارول کېږي، خو په قرانکریم کې د بېلابېلو معناو لپاره کارول شوي دي، لکه: ژباړه: مجرمین خپلو پوستکو ته وایي ولې مو پر موږ شاهدي ورکړه په ځواب کې یې پوستکي ورته وایي موږ هغه خدای پر خبرو راوستلو چې هر څه په خبرو راولي. (حم: ۲۱)
د مرغانو خبرې هغو نظامونو ته ویل کېږي، چې دوی په خپلو کې یو- بل ته پرې خپلې موخې رسوي، کله چې د ژوو د اړیکو جوړولو نظامونه څېړل شوې دي نو دا په ډاګه شوې ده، چې هره ډله یې ځانته غږونه لري او په بېلابېلو حالاتو کې بېلابېلې نښې کاروي.

الله پاک چې د سلیمان(ع) او هدهد کومې مکالمې را اخیستي دي، د هدهد تر هغو غږونو ډېرې دي چې موږ یې اورېدلای شوو. ځکه چې د هدهد د ګوتو په شمېر غږونه موږ حس کولای شوو. په داسې حال کې چې په خبرو کې یې د خدای پاک وحدانیت، ځواک، ربوبیت یادونه کړې، دغه راز ګناهونو ته د انسانانو هڅونه یې د شیطان کار بلل او د انسان د پوهې د بېلابېلو برخو لکه: پاچا، سبا، تخت، د پاچا ښځینه توب او قوم یې چې لمر ته یې سجده کوله یادونه راغلې ده. د سلیمان(ع) خبرې ورسره لکه: سبا ته یې لېږل او داسې نورې خبرې.

دا ټول پر دې دلالت کوي چې دوی دې د اړیکو ټینګولو پراخ نظام ولري.

سربېره پر دې موږ هېڅ داسې کوم دلیل نه لرو چې موږ دې د دوی هغه غږونه چې په خپلو کې یې وایي حس کړو، ځکه چې سلیمان(ع)  د مېږي غږ اوري چې نورو مېږیانو ته هدایت ورکوي په داسې حال کې چې موږ د مېږیانو هېڅ غږ نه پېژنو.

طبیعت پوهان هم دا خبره کوي: (( د انسان د غوږونو جوړښت داسې دی چې په ثانیه کې له ۱۴زرو ټیټه او له ۳۲زرو لوړه فریکونسي اورېدلای نه شي.))

خو دا معلومه نه ده چې د نورو ژوو د اورېدو حس دې هم همدا ځانګړنه ونه لري. کېدای شي هغه څه چې موږ نه اورو نور ژوي یې واوري.

کوم پوهان چې د ژوو پر اړه څېړنې کوي د ځینو حیواناتو لکه: اس، سپي، بیزو، خرس، مچۍ، مېږیانو او نورو ژوو ځیرکتیا او درک حیران کړې دي.( ۵: ۷۲-۷۴)

۵-۲:د انسان د ژبې ځانګړنې:

۵-۲-۱: اړیکې د اطلاعاتو پر وړاندېCommunicative Versus informative :

په پیل کې باید د اړیکو او اطلاعات توپیر داسې وکړو، کله چې غواړو چاته لاسي یو څه و وایو اړیکې بلل کېږي خو اطلاعات بیا هغه څه دي چې مخاطب مو له ظاهر او نورو نښو نښانو پرې پوهېږي.

کله چې پرنجی کوئ مخاطب مو پر دې پوهېږي چې زکام یاستئ. که په څوکۍ کې ډېر ښورېږئ نو مخاطب مو پر دې پوهېږي چې نارامه یاستئ او که ویښتان مو ګډوډ وي نو مخاطب مو داسې فکر کوي چې تاسو بې نظمه یاستئ او یا هم که ګړدود مو د سیمي له خلکو سره توپیر لري نو مخاطب مو له دې نښې څخه پوهېږي چې تاسو له بلې سیمي راغلي یاستئ. دا ټول هغه کارونه دي چې مخاطب مو خپله پرې پوه شوی دی او دې ته اطلاعات وایي خو کله چې تاسو ورته ووایئ چې غواړئ د یو ژبپوه په توګه ورسره کار وکړئ نو دې برخې ته اړیکې وایي.( ۷ : ۲۷ )

۵-۲-۲: د انسان د ژبې هغه ځانګړنې چې د نورو ژوو د اړیکو په نظامونو کې نشته:

د انسان د ژبې پېژندلو لپاره ډېرې هڅې شوې دي، موږ یې یو څو ځانګړنې دلته را اخلو خو دې ته مو پام وي چې زموږ نظر د نورو ژوو د نظامونو په څېړلو کې د یوه پردي نظر دی نو کېدای شي، دقیق نه وي.( ۷: ۲۷- ۲۸ )

۵-۲-۳: ځای پر ځایېدل Displacement:

که پیشو مو یوه شپه، ورځ کورته راغلې نه وي، اوس په میو- میو کولو- کولو راشي او له پښو سره مو ودرېږي. ښایي پر موخه یې پوه شئ، خو که ترینه وپوښتئ چې بېګاه شپه او پرون چېرته وه او څه یې کول؟ بیا به هم میو- میو وکړي او هماغه حرکات به وکړي چې په پیل کې یې کول. یعنې د ژوو سره یوازې د همدا اوس او همدې ځای پر اړه اړیکې ټینګولای شوو. د تېر یا راتلونکي مهال او ځای پر اړه ورسره اړیکې ټینګولای نه شوو. خو له انسانانو سره د تېر او راتلونکي مهال او نورو سیمو پر اړه خبرې کولای شوو. د انسان د ژبې همدا ځانګړنه ځای پر ځایېدل بولي.

د شاتو مچۍ یو څه دا ځانګړنه لري. لکه کولای شي چې د خوړو د ځای پر اړه نورو مچیو ته د ګډا په مرستې د خوړو د ځای پته ورکړي. خو دوی باید دا ځای لیدلای وي او همدارنګه ډېر لرې ( هم د مهال او هم د ځای پر اساس) نه وي.

انسان بیا د تېر او راتلونکي مهال او ان داسې څیزونو پر اړه خبرې کولای شي چې لیدلي یې نه وي او یا هم په نړۍ کې هېڅ نه وي.( ۷: ۲۸- ۲۹)

۵-۲-۴: د انسان ژبه قراردادي ده:

د دال او مدلول ترمنځ هېڅ طبیعي اړیکه نشته. موږ د « سپي» ویي له بڼې څخه پر دې پوهېدلای نه شوو چې دا ویی دې خپله سپي سره د کوم طبیعي والي له امله ورته ټاکل شوی وي. همداسې په نورو ژبو کې هم موږ د ویي له بڼې څخه کومه معنا اخیستلای نه شوو.

نو د انسان ژبه قراردادي ده. د انسانانو په ژبو کې هم ځینې داسې وییونه شته چې هغه دې د یوه اواز ښکارندویي وکړي، خو ژوي چې اکثره کومې نښې د اړیکو لپاره کاروي داسې ښکاري چې د نښې او معنا ترمنځ دې طبیعي اړیکه وي.

۵-۲-۵: نوښت:

د انسان د ژبې یوه ځانګړنه دا ده چې هر وخت پکې نوې خبرې جوړېدای شي. انسانان داسې خبرې کولای شي چې مخکې له دې یې هېڅکله اورېدلې نه وي. نور ژوي په خپلو اړیکو کې یوازې محدودې نښې کاروي.( ۷: ۳۱ )

۵-۲-۶: فرهنګي لېږد cultural transmission:

د انسانانو ځینې جنیتکي ځانګړنې لکه د سترګو رنګ او د وېښتانو رنګ ارثي کېدای شي. خو ژبه یې ارثي نه ده. ژبه په ټولنه کې له نورو نه زده کېږي او هره ټولنه ځانته فرهنګ لري، نو ژبه یوه فرهنګي پدیده ده.

که کوم ماشوم په چین کې وزېږي او د پیداېښت سره سم د پښتنو سیمي ته راوستل شي، نو پښتو خبرې به کوي. خو که کوم مرغه له یوې سیمې نه بلې ته بوځئ هغه به بیا هم د هماغې سیمې د مرغانو غوندې اړیکې تینګوي یعنې د نورو ژوو ژبې ارثي خو د انسان هغه بیا فرهنګي پدیده ده.( ۷: ۳۳)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *