فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

د ارواپوهنې متخصص ډاکټر د رواني ناروغ ټولې خبرې واورېدې او بيا يې ورته خپلې مشورې او لارښوونې پيل کړې. نيم ساعت وروسته يې ساعت ته وکتل، د سهار لس بجې وې، ناروغ ته يې مخ کړ.

اوس نو ځم چې پوهنتون کې يو ساعت لرم، خو يو وخت زه هم ستا په څېر له سختو رواني ستونزو سره مخ وم، همدا خبرې مې مرعات کړې، اوس د خداى په فضل روغ جوړ يم، زره ستونزه هم نه لرم. دواړه له کتنځي ووتل، دروازه يې بنده کړه.

ډاکټر له څو قدمه تګ وروسته تم شو، په جيب يې لاس تېر کړ او ناروغ ته يې وکتل. ته صبر چې دروازه مې بنده کړه که نه، کيلي مې څه کړه؟ بېرته دروازې ته ورغى، دروازه بنده وه، روان شو، بيايې ناروغ ته مخ کړ

   وبښه نن څو شنبه ده؟ هو دوشنبه، خداى خبر چې هلته څلورم که پنځم ساعت زما دى؟ ګوره فيس خو دې راکړ، هو را دې کړ ياد مې شو، څه مې کړ؟ اممم د ميز په روک کې و، سمه ده، ياد مې شو، پنځه سوه ګون و، دغه زما کارت نورو ته هم ورکړه، نه، نه داخو مې د کرېدټ کارت خالي کارت درکړ، وبښه لکه چې کارتونه مې خلاص کړي.

ښه نو، کلي کې مو نورې څه غورې دي، نور خلک هم دا ستونزې لري؟

ناروغ تعجيب اخيستى و، ځواب يې ورکړ.

ډاکټرصاحب! د کلي نه يم، زموږ کور همدلته دى، وړاندې مې درته وويل.

ډاکټر وخندل، هو هو پوهېږم، ښار کې دى.

ناروغ وويل، نه، نه همدلته ستاسې د کتنځي کوڅه کې، هغه وړاندې د جومات ترڅنګ، مخکې مې درته وويل چې ستا د خسر ګاونډى يم، اوښي دې ستا پته راکړې وه.

ويې خندل

ښه، ښه- ولې مې نه دي په ياد. يوه سپين رنګه کرولا موټر ته ورنږدې شو، غوښتل يې دروازه خلاصه کړي، په موټر کې ناست کس ښېښه ښکته کړه، ډاکټر ته يې وکتل، خيرت دى؟

ډاکټرتندي ته ټس ورکړ، وبښه وبښه، ما ويل که زما موټر دى، زما هاغه دى، وړاندې ولاړ دى، کله يې دومره فرق کېږي. بيايې ناروغ ته وکتل، نوم دې رانه هېر شو ته صبر، خو خير، وروره ته ورځه لس ورځې وروسته بيا راشه.

ناروغ وخندل

مخکې دې ويل چې يوه مياشت وروسته! ډاکټر په جيب کې ګوتې وهلې، هو هو سمه ده، څه فرق لري، يوه مياشت وروسته، شمېره مې درسره واخله، اړيکه نيسه، نه زما شمېرې ته زنګ ووهه چې ثبت يې کړم، کله چې په ځاى وم راشه، اوس خو کلي ته تګ هم د زمري زړه غواړي!

ناروغ وخندل، خپل مبايل يې راويوست.

خى شمېره دې راکړه

ډاکټر د کورتۍ جيب او لاسي بکس کې ګوتې ووهلې، مبايل يې نه و، پاس دويم منزل ته يې وکتل. لکه چې مبايل مې هم پاس بند کړى، ته ورځه، مازديګر يا سبا ورځ که زموږ خواته را پېښ شوې ، را وګرځه، شمېره مې واخله.

ناروغ موسکى شو.

ډاکټرصاحب! تا ويل چې مازديګر ته کوم خارجي کنفرانس ته روان يې، درې څلور شپې به نه وې.

ډاکټر وخندل

هو، هو، بلکل، روان يم، د هند پلازمينه کې څه يې بولي…. نوم رانه هېر شو، هلته د ارواپوهانو يوه کنفرانس ته بلل شوى يم، ښه شو چې را ياد دې کړ، ورځه بيا به ګورو.

خداى پامان

٢٠١٦، د فبروري ٨مه

————————-

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *