نن د مرکز ترینکوټ د بریښنا پروژه د یو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې د والي الحاج امان تیموري او یو شمیر نورو دولتي ادارو رئیسانو لخوا تر پرانستلو وروسته ګټي اخستني ته وسپارل شو.
د یادي پروژي د پرانستي په مراسمو کې والي د پروژي په اړه مفصل مالومات ورکړ او زیاته ئي کړه چې د دي پروژي د بشپړیدو له آمله د ترینکوټ د ډیرۍ اوسیدونکو د بریښنا ستؤنزو ته د پاي ټکۍ کیښودل شو، زمونږ کوښښ به دا وي چې د افغانستان بریښنا شرکت پدي قانع کړو ترڅو په یو نازله نرخ باندي د ترینکوټ په اوسیدونکو دغه بریښنا وپلوري ځکه د دي ځاي اوسیدونکې ډیري اقتصادي ستؤنزي لري او د لوړو قیمتونو د ورکړي نه ښائي عاجز پاتې شي، د ترینکوټ د بریښنا آمر زیاته کړه چې اوسمهال زمونږ شته ماشینونه د ۳ میګا واټ بریښنا د تولید ظرفیت لري او د ۲۰۰۰ کورنیو لپاره مو بریښنا اماده کړي چې په نږدي راتلونکې کې به ۱۰۰۰ نوري کورنۍ، د ارزګان پوهنتون او یو شمیر نوري علمي اداري هم تر خپل پوښښ لاندي راولو. په غونډه کې د کندهار ولایت څخه راغلۍ د افغانستان بریښنا شرکت رئیس الحاج انجینر سید رسول هم خبري وکړي او د دي پروژي په اهمیت او مالي امکاناتو باندي ئي خپل نظر څرګند کړ.
د یادي پروژي چاري په ۱۳۹۲ لمریز کال پیل او د روان لمریز کال د وږي په میاشت کې پاي ته ورسید چې اوسمهال د ترینکوټ په ښار کې ۱۳ د بریښنا برجونه یا ټرانسفرمرونه، ۵۰۰ د بریښنا فلزي پائي او ۲۵۰ میټر بکسونه نصب شويدي چې د پروژي د تطبیق چاري پخپله د ارزګان ولایت د بریښنا آمریت پر غاړه درلود.
دوست محمد نایاب
د والي ویاند