د اروزګان نوی والی ښاغلۍ محمد نذیر خروټی نن یکشنبه د روان لمریز کال تلي میاشتې په ۱۲ نیټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي اداري د مالي او اداري چارو معین عبدالمالک صدیقي له لوري رسماً د ارزګان ولایت مقام اداري کارکؤونکو او ولسي وګړیو ته ور وپیژندل شو.
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاؤت سره پیل او د ملي سرود تر غږولو وروسته پخواني والي الحاج امان الله خان تیموري له پلازمیني کابل نه راغلي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ خپله لنډه وینا واوروله، هغه زیاته کړه چې په دولتي مؤقفونو کې تغیر او تبدیل یو عادي جریان دي، زه به د یو قومي مشر او ارزګاني وګړي په صفت له نوی والي سره هر مهال مرستي ته چمتوالی ولرم، او ولس ته د خدمت په ډګر کې به له هیڅ نه دریغ ونکړم.
د غونډي دویم ویناوال د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي اداري د مالي او اداري چارو معین عبدالماک صدیقي وه، هغه په لمړي سر کې ارزګاني ولس ته د ولسمشر غني پیغام واوروه او وروسته يي د نوي والي د تقرر حکم ولوست، هغه زیاته کړه چې د ارزګان نوی والي ښاغلۍ محمد نذیر خروټی د ولسمشر محمد اشرف غني د (۱۲۰۳) ګڼه حکم پر بنسټ چې د روان لمریز کال سنبلي میاشتي په ۳۰ مه نیټه صادر شوی مقرر دی.
له ښاغلي صدیقي نه وروسته نوی والي محترم محمد نذیر خروټی خپله هر اړخیزه وینا د غونډي ګډونوالو ته واوروله، او زیاته يي کړه چې زه د ارزګاني ولس سره مخکې له مخکې د کارونو ژمنه نه کؤوم، زما لمړیتوبونه په دوو ټکو کې خلاصه کیږي، ( امنیت او ښه حکومتوالی) چې په لمړۍ میاشت کې به زه په دی برخه کې یوه عمومي سروي او ارزونه کووم، تر څو شته ستونزي په ګوته او هغو ته تر حل لارو لټولو وروسته یو دقیق راپور چمتو چې وروسته به ولسمشرۍ ماڼي ته د وروستیو اجرااتو په مؤخه وړاندي شي، ښاغلي خروټي زیاته کړه چې زه د ولس د همکارۍ او مرستي پرته هیڅ نه شم کولائ، هغه وخت به زه یو بریالی والي ثابت شم کله چې د ولسونو ریښتینۍ ملاتړ له ځانه سره ولرم.
د یادونۍ ده چې محمد نذیر خروټی د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ آصلي اوسیدنکۍ، د لوړو زده کړه خاوند او د حکومتوالۍ په چارو کې اوږده تجربه لري چې وروستۍ دنده يي د پوهني وزارت د مطبعي ریاست ښودل شوی.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت ویاند