د (۱۴۵۳۸۷۰) امریکائي ډالرو په ارزښت د ترینکوټ- دهراود ۵ کیلو متره سړک د رغولو چاري نن په داسي حال کې په رسمي ډول پرانستل شوي چې د ارزګان والي امان الله خان تیموري په ګډون د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلۍ فرید احمد فیضي، ټولګټو ریاست رئیس انجینر محمد صابر احمدزۍ، د امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال ښاغلۍ سعادت، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي حمد الله او د یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو هم ګډون درلود.

د ارزګان والي ښاغلي تیموري په خپلو خبرو کې وویل چې یاده پروژه د (۵+۲۰) شل جمع پنځه په نامه د ترینکوټ – دهراود ولسوالي عمومي سړک پرمختیائي پروژه ده کوم چې ۲۰ کیلو متره سړک ئي تیر کال په پاخه او اساسي ډول رغول شوي وه او د هغه په دوام مو سږ کال د ۵ کیلو متره سړک د رغولو چاري هم پیل کړي، د یادي پروژي چاري به په راتلونکو ۴ میاشتو کې د حکمت خلیل رغنیز شرکت له لوري په بنسټیز ډول قیر او ګټي اخیستني ته وسپارل شي کوم چې مالي لګښت ئي د ټولګټو وزارت د پرمختیائي بودیجي څخه ورکول کیږي او په دي کار سره به د دهراود د وګړیو د لاري په شته ستؤنزو کې د پام وړ کموالۍ راشي او د یادي ولسوالۍ د اقتصاد د پیاړتیا لپاره به لږ تر لږه یو مثبت او ګټور ګام وي.

د ټولګټو ریاست رئیس انجینر احمدزي په خپلو خبرو کې وویل، د ترینکوټ-دهراود سړک ټولټال ۶۳ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې د بودیجې د نشتوالي له امله ئي پاتې برخه په روان کال کې له پلانه پاتې او په راتلونکې مالي کال کې به په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *