په اروزګان کې ۴ ورانکاري ونیول شول

د ملي امنیت ریاست منسوبینو لخوا په یو ځانګړي عملیات کې ۴ تنه چې په ټروریستي بریدونو کې يي لاس درلود بالفعل نیول شوي، او دمګړي تري پوښتني ګروږني رواني دي.

یاده ورانکاره ډله د مرکز ترینکوټ پوري اړوند د (چیني) په کلي د رواني میاشتي په ۷ نیټه هغه مهال ونیول شول چې په یوه کلا کې د ماینونو پر جوړولو بوخت ول، د دي ډلي سره یوه عراده سراچه ډوله موټر، یو موټر سایکل، یو میل کلاشنیکوف، یو میل مکاروف ډوله تفنکچه، ۱۶ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې، ۳ عدده انفجاري برقي کپسولونه،۲ عدده د ماین ریموټ کنټرول او یو شمیر نور ډول ډول مواد چې په ورانکاره فعالیتونو کې تري کار اخستل کیده له څلور تنو سره بافعل نیول شوي.

یادي څلور کسیزي ډلي د ډیر وخت راهیسي په مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو کې په ورانکاره، ټروریستي او غلچکۍ بریدونو کې لاس درلود چې بلاخره د ملي امنیت په یو ځانګړې عملیات کې ونیول شول، د یادوني ده چې په دی وروستیو کې د ملي امنیت منسوبینو خپل فعالیتونه چټک کړي او د دولت وسله وال مخالفین يي خپلو اهدافو ته تر رسیدو مخکې له پښو غورځولي.

دوست محمد نایاب

د ارزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *