د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تفریحي پارک بنسټ ډبره کیښودل شوه، په یادو مراسمو کې چې د چوري ولسوال الحاج عبدالمالک، د ارزګان شاروال انجینر نجیب الله، د ماشومانو د ملاتړ د ولایتي اداري رئیس ډاکټر ضمیر، د هدف مؤسسي ولایتي مسؤل ډاکټر سید جمال الدین او یو شمیر نورو هم ګډون درلود د رغونۍ چاري ئي رسماً پرانستل شوي.
ښاروال په خپلو خبرو کې وویل چې یاد پارک په ارزګان ولایت کې د ماشومانو د ملاتړ ولایتي اداري په مالي مرسته د هالیوډ رغنیز شرکت له لوري په ۳ میاشتو کې رغول کیږي چې د اوسني عصر له ډیرو اسانتیاؤ به برخمن وي او په نړیوال معیار رغول کیږي کوم چې سارۍ به ئي ډیر کم تر سترګو شي، د پروګرام په دوام ولسوال عبدالمالک هم خبري وکړي او د یادي پروژي د پلي کیدو نه ئي خوښي څرګنده کړه، د خلکو ئي وغوښتل چې د دي ډول ټولګټو پروژو په پلي کولو کې باید د خپل دولت نه په کلکه ملاتړ وکړي.
د یادونۍ ده چې تیره میاشت په دهراود ولسوالۍ کې هم ورته پارک په ۷ جریبه زمکه کې د رغونۍ وروسته ګټي اخیستني ته وسپارل شو چې د ولسوالۍ په کچه د خلکو د تفریح لپاره ډیري اسانتیاؤي لري.
دوست محمد نایاب
د ولایت مقام ویاند