د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

د ارزګان ولایت امنيه قومندان جنرال مطیع الله خان د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته وویل چي ددوی پولیسو په مرکز ترینکوټ پوري اړوند مهرآباد سیمه کي د وسلو او مهماتو یو لوی ډیفو چي پکښي لسګونه د راکیټ اندازه مرمۍ یو میل راکیټ انداز ، یو میل پیکا ، د وسایطو ضد ۲۰ کړۍ ماینونه ، د پیکا زرګونه مرمۍ ، لسګونه لاسي بمونه ، بیلابیل ډوله دوربینونه او نور ډېر داسي توکي شامل وه چي تر ډېره چا نه پیژندل.

ښاغلي مطیع الله خان وویل چي ددغه لوی ډیفو په تړاو یې څوک نه دی نیولی ولي وايي چي ددې ولایت د ملي پولیسو سره د ولسي خلګو همکاري ددې لامل سوې چي دلته ملي پولیس په خپلو دندو کي بریالي دي.

د مهرآباد په سیمه کي د پولیسو ځايي مسئول قومندان شامحمد وویل چي دغه ډیفو یې تر ډیرو هڅو ورسته وموندی.

نوموړی وايي چي دوی اوس تر پخوا ډېر پیاوړي سوې او په خپلو دندو کي مسلکیتوب ور په برخه سوی دی.

د ارزګان په ولایت کي اوسمهال د افغان ګډو ځواکونو د نه هېرېدونکو کوښښنو په ترڅ کي د امنیت ساحه ډېره پراخه سوې او په دې ولایت کي اوسمهال داسي هیڅ سیمه نسته چي د افغان دولت وسلوال مخالیفین دي پرې واکمن وي بلکي ددې ولایت اړوند ټولي سیمي د افغان دولت په واک کي دي.

                                               په درنښت

دارزګان ولایت دمطبوعاتی دفتر  لخوا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *