راپور: نور احمد شاهین – د «انسا» د نشراتو کمیټې غړی
افغان طبیعي علومې ټولنې(انسا) د نشراتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي مطیع الله هوتک په زیار ارزګان ولایت کې د کانکور آماده ګئ وړیا کورس تاسیس شو. دغه کورس چې اوسمهال درې سوه زده کوونکي لري د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې واقع دی او د تدریس مسؤلیت یې هم ښاغلي هوتک په غاړه لري.
«انسا» چې د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره تجربه کیږي، په ۱۳-۸-۱۳۹۳ نيټه د عدلیې وزارت سره تر ۱۱۳۶ شمېرې لاندې ثبت شوې.
د ارزګان ولایت والي ښاغلي محمد نذیر خروټي، قومي مشرانو او زده کوونکو د «انسا» له دغه اقدامه هرکلی وکړ او د دې پروسې هر راز ملاتړ لپاره یې چمتوالی وښود، هېله یې څرګنده کړه چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله د دغه کورس له وجهې کانکور آزموینه کې له ارزګان ولایت څخه د بریالیو زده کوونکو شمېر ډېر شي.
د «انسا» عمومي مشر ښاغلي ذبیح الله نعیمي په هغه غونډه کې چې د یاد کورس د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې وه د هوتک هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې ساینس برخه کې به د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړي او دا لړئ به د هېواد ټولو هغو ولایتونو ته وغزېږي چې د نه پاملرنې له وجهې په ټېټه تعلیمي کچه کې واقع دي.
د دې ټولو ترڅنګ «انسا» په پام کې لري چې لومړي د کابل ښار په ښونځيو کې او بیا د ولایاتو په ټولو ښوونځیو کې د ساینس په اړه علمي سمینارونه او او لنډ مهاله کورسونه تدویر کړي.تر دې مخکې «انسا» شپږ علمي سیمنارونه او کنفرانسونه د مهمو ساینسو مسایلو په باب تدویر کړي او دا لړئ به دوام لري.