د شهید حساس ولسوالۍ د کښۍ سیمي په سرد اب کې یو تن دیني عالم د وسله والو مخالفینو له لوري په ډیري بي رحمۍ سره حلال او وژل شوي.

یاد دیني عالم مولوي احمد الله نومیده او د کښۍ په سرد آب سیمه کې د حاجي طالب آکا د مسجد ملا امام وه، ویل کیږي چې دیني عالم د وسله والو مخالفینو غیري شرعي کړنو نه په پراخه کچه غندنه کړي وه او هغه وحشیانه اعمال چې دوي ئي د ولس په وړاندي سرته رسوي له بخښنۍ لیري بللي وه.

د یادونۍ ده چې په دي وروستیو کې وسله والو مخالفینو د دیني عالمانو په وژنه لاس پوري کړي ترڅو د ولس ذهنونه په تیاره کې وساتې او د دوي د کرغیړنو اعمالو په وړاندي له غبرګون نه عاجز پاتې شي.

دوست محمد نایاب

د والي ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *