تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶ مه: اروپايي ټولنه وایي، د طالبانو له لوري د زندانیانو خلاصون محدود دی، خو د باور جوړونې لپاره یو اړین ګام دی او دا کار بین الافغاني مذاکرات تر بل هر وخت را لنډوي.
د اروپايي ټولنې له لوري پر ټویټر خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د بندیانو خلاصون که څه هم محدود دی؛ خو له افغان حکومت سره د باور د فضاء جوړولو، د کورونا د مخنیوي او د ژمنو د عملي کولو په برخه کې یو اړین ګام دی.
د اروپایي ټولنې د پیغام په بنسټ، دا کار بین الافغاني مذاکرات تر بل هر وخت را لنډوي.
اروپایي ټولنه داسې مهال د زندانیانو له خلاصون هرکلی کوي، چې تېره ورځ طالبانو شل تنه دولتي بندیان په کندهار ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل.
د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته دا لومړی ځل وو، چې طالبانو د حکومت په نوم بوه ډله بندیان خلاص کړل، خو د کندهار امنیه قومندان وویل، د طالبانو له شکنجه خانو ټول خوشې شوي کسان ملکیان دي.
له همدې کبله افغان حکومت د ۳۶۱ طالب زندانیانو له خوشې کولو وروسته هر ورځ د سلو طالبانو د خوشې کولو لړۍ ودروله.