تاند- اروپايي اتحادیه وايي چې د افغانستان د انتخاباتو بهیر په جدي ډول څاري او هڅه کوي چې دا انتخابات له تېرو هغو سره توپیر ولري.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي پي یر میودان دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل چې یوازې به بایومیتریک رایې منل کېږي.

د ټاکنو د کمیسیون په وینا د انتخاباتو په ورځ /د میزان ۲۸مه/ به هغه رایې نه شمېرل کېږي چې د بایومیتریک کود ونه لري.

د اروپايي اتحادیې څارونکې ډلې افغانستان ته راغلي او وايي چې د انتخاباتو شفافیت به له نژدې وڅاري.

دوی به د افغانستان د ولسي جرګې له انتخاباتو وروسته د دې پروسې په اړه خپل نظرونه اعلان کړي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي وویل چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات اروپا او د هغې متحدانو ته ډېر مهم دي او دوی نه غواړي چې افغانستان د میزان له شلمې وروسته یو وار بیا د بحران خوا ته روان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *