تاند- د اروپايي اتحادیې جګپوړې استازې فدریکا موغیرني تایید کړه چې د کابل د نن سهار د حملې په درو تنو وژل شویو کسانو کې د افغانستان لپاره د دې اتحادیې د پولیس ماموریت یو غړی هم شامل دی.
مېرمن موغیرني په بروکسل کې په یوه اعلامیه کې ویلي:«په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره، پر کابل نن سهار تروریستي برید وشو چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د پولیس ماموریت د ساتندویې ډلې د یوه غړي په شمول څو تنه ملکیان پکې ووژل شول.»
اغلې موغیرني د افغانستان له حکومته غوښتي چې د حملې مسوول کسان د عدالت منګولو ته وسپاري.
«د افغانستان د سولې او ثبات لاره اوږده ده. دا کار د افغانستان د مشرتابه کلکې ژمنې، د افغانانو یووالي او په هغه برخه کې چې افغانان یې غواړي د ټولې نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.»
نن د کابل د هوايي ډګر پر سړک د اروپايي اتحادیې پر یوه موټر په انتحاري موټربمي برید کې دوې افغان ښځې او د اروپايي اتحادیې یو بریتانیايي پولیس ووژل شول.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې پېښه کې لږترلږه ۱۸ تنه نور ژوبل شول.
تېره اوونۍ د کابل په پارک پلس مېلمستون کې د طالبانو په حمله کې د ۹ بهرنیانو په شمول ۱۴ تنه ووژل شول.