تاند- سویډن نن وویل، اروپايي اتحادیه به د دې لپاره چې د افغانستان حکومت خپل رد شوي پناه غوښتونکي ومني، له مالي حربې کار واخلي.

د سویډن راډیو تایید کړه چې د اروپايي اتحادیې کمیسیون د مارچ په درېمه نېټه سفارتونو ته یو پټ سند لېږلی او په هغه کې د بانکي چک د کتابچې په نوم وړاندیز شوی دی.

د دې وړاندیز پر اساس، که د افغانستان حکومت خپل هغه پناه غوښتونکي ونه منل چې اروپايي هیوادونو یې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي، په افغانستان به خپلې مرستې محدودې کړي.

د سویډن د نړیوالې پراختیا او همکارۍ وزیرې ایزابیلا لوفین د سویډن راډیو ته وویل چې افغانستان ته د مالي مرستې لپاره باید شرط کښېنښودل شي.

دې وویل:«دا د نړیوالو اصولو، چې موږ ورته هلې ځلې کړي او له ډېرو وختونو مو پرې موافقه کړې ده، مطابق نه ده.»

د سویډن راډیو وايي، په داسي حال کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او ځینې سیمې د طالبانو لاس ته ورځي، د اروپايي اتحادیې لپاره سخته کېږي چې هغه کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

خو په پټ سند کې اټکل شوی چې ممکن په لنډ وخت کې ۸۰ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته واستول شي.

تېر کال په افغانستان کې ۱۱ زره ملکي افغانان ووژل شول.

د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي، ۱۱ لکه افغانان په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي او نژدې ۵ نیم ملیونه نور په ایران او پاکستان کې کډوال دي.

ټلګراف ورځپاڼه د اروپايي اتحادیې د پټ سند پر اساس وايي، د اروپايي اتحادیې چارواکي فکر کوي چې که پر افغانستان مالي مرسته کمه کړي، د دې هیواد حکومت به مجبوره شي چې خپل اتباع ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *