تاند- اروپايي اتحادیه غواړي چې افغانستان ته ووايي چې ۸۰ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته ومني کنې دا اتحادیه به پرې خپلې مرستې بندوي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، اروپايي اتحادیه به راتلونکې اوونۍ افغانستان ته خبرداری ورکړي چې ۸۰ زره افغانان، چې د دې اتحادیې غړیو هیوادونو ته یې پناه وړې ده، بېرته ومني، کنې د دې اتحادیې له اقتصادي مرستو به محروم شي.
ګارډین ورځپاڼه وايي چې د یوه یادښت پر اساس، چې له اروپايي اتحادیې څخه یې ترلاسه کړی دی، دا اتحادیه غواړي چې راتلونکې اوونۍ د بروکسل په غونډه کې افغان چارواکو ته په زغرده ووايي چې اتیا زره افغانان بېرته افغانستان ته لېږي که یې افغانستان نه مني، نو مرسته ورسره نه شي کولی.
اروپايي اتحادیه دا ډول فشار له افغانستانه پرته پر نورو هیوادونو لکه سوریې او عراق نه شي راوړلی ځکه چې هغوی له اروپايي اتحادیې مرستې نه ترلاسه کوي.
محترم زه وایم چه همدا ناتو ده چه په افغانستان سوریه عراق لیبیا کشی جنګیګی او جنګ دوی را منځته کړی او هم ئي دوی درولی شی دا ډیره اوږده موده کیږی چه په افغانستان کشی جنګ ده ډیر نه که دوی ونه غواړی په افغانستان کشی یو ساعت هم جنګ نه کیږی په کوم ځای کشی چا پاکستان ته ویلی چه جنګ مه کوی هیچا نه چین نه روسی نه غرب نه اسلا می نړی مګر د ورزی حد اقل سل نفره افغانان مړه کیږی بی کوره کیږی بیسواده کیږی غریبان کیږی زمونږ حکومتونه له اوم دثور نه نیولی تر اوسه په جنایت غلا وطن فروشی مصروف دی ټول مملکتونه یو ریس جمهور لری اوس مونږ اوه لرو او ډیر بیکفایته خلک نو اوس مونږ په ټو له نړی کشی یو شه خواخوږی لرو هغه. هند ده او بس