تاند- د اروپايي اتحادیې دفاع وزیرانو نن /سې شنبه/ په لوګزامبورګ کې د ناټو له سرمنشي سره د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.
د اروپايي اتحادیې لوړې استازې فدریکا موغیرني خبریالانو ته وویل چې د اروپايي اتحادیې د باندنیو چارو وزیرانو د ناټو له سرمنشي ستولتنبرګ سره وکتل.
اغلې موغیرني خبریالانو ته وویل:«موږ د افغانستان په اړه خبرې په داسي ورځ وکړې چې کابل د یوې خونړۍ حملې شاهد و، او دا موږ ته ښيي چې په دغه هیواد کې امنیتي حالات څومره نازک دي او دا موږ ته را په ګوته کوي چې په لا انرژۍ کار ته دوام ورکړو او له افغان مشرتابه سره یوځای د افغانستان ثبات ته پام واړو.»
د کابل د نن /سې شنبې/ په تروریستي برید کې لږترلږه ۲۸ تنه وژل شوي او ۳۲۸ نور ژوبل شوي دي. (نور)
دې وویل چې اروپايي اتحادیه له افغانستان سره د څوارلس سوه ملیون یورو مالي مرستې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ پوري به دوام ورکړي.
موغیرني د روان کال تر پای ته رسېدو وروسته د افغان ملکي پولیسو د ملاتړ یادونه وکړه ويې ویل:«موږ د اروپايي اتحادیې په توګه پرېکړه کړې چې له افغان ملکي پولیسو سره ملاتړ ته د کال له پای ته رسېدو وروسته دوام ورکړو.»