عبدالله عبدالله

تاند (پنجشنبه، د ثور۱۱) د اروپايي اتحادیې د پلاوي مشر او په کابل کې د دې اتحادیې د غړیو هیوادونو سفیرانو او استازو د افغانستان له پخواني اجرايي ريیس عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې خپل مخالفت پای ته ورسوي.

د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۲۹) د اروپايي اتحادیې د پلاوي له لوري په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د افغانستان له پخواني اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره یې په صوتي تماس کې هغه ته په کلکه وویل چې «نور باید سیاسي اختلافات پای ته ورسېږي.»

په بیان کې دغه راز راغلي دي «که کورني سیاسي اختلافات دوام وکړي، د افغانستان او افغانانو د ښېګڼې راتلونکې به له خطر سره مخامخ شي.»

اروپايي اتحادیې ټینګار کړی چې باید د افغانانو خیر او ښګېڼې ته لومړیتوب ورکړل شي.

دې اتحادیې عبدالله عبدالله ته همداراز ویلي، مهمه دا ده چې د کورونا وایرس د وبا په وړاندې په ګډه د ځواب ویلو هڅه وشي او د سولې خبرې پیل شي چې تر هر څه مهمې دي.

اروپايي اتحادیې همداراز ویلي «د افغانستان د دوست او یوه مهم مرستندوی په توګه، موږ په دې هم اندېښنه ښیو چې په (یادو برخو کې) نه پرمختګ کېدای شي د افغانستان له امنیت او پرمختګ سره پر مرستو اغېز وکړي.»

په همدې حال کې عبدالله عبدالله، چې د میزان د ۶ نېټې د ولسمشرۍ انتخابات یې بایللي خو دی خپله ماته نه مني، په خپله ټویټرپانه کې کښلي چې د اروپايي اتحادیې سفیرانو ته یې ډاډ ورکړ چې د کورونا وایرس ستونزې ته د پام اړولو په خاطر د سیاسي اختلاف حل کولو ته لېواله دی.

عبدالله همداراز ویلي «موږ د اوربند پر اهمیت هم ټینګار وکړ.»

د راپورونو له مخې، عبدالله عبدالله حاضر شوی چې د سولې د مصالحتي شورا د مشرۍ لپاره د ولسمشر غني وړاندیز ومني خو د ده په ايتلاف کې ځینې شامل مشران لکه صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود حاضر نه دي چې عبدالله عبدالله دا چوکۍ ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *