تاند- اروپايي پارلمان نن /چهارشنبه/ د دې اتحادیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ یو قانوني چوکاټ تصویب کړ.

د اروپايي پارلمان ټولټال ۵۱۳ غړیو د مشارکت او پرمختګ په اړه د اروپايي اتحادیې- افغانستان د همکارۍ موافقه تصویب کړه.

دې موافقې ته یوازې ۸۵ غړیو منفي رایه ورکړه.

د مشارکت او پرمختګ په اړه د اروپايي اتحادیې او افغانستان د همکارۍ موافقه، چې د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ لومړنۍ درج شوی یا سند ګرځول شوی ارتباط ګڼل کېږي، د دواړو خواوو ترمنځ د ۲۰۱۷ م کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو.

دا موافقه د بشپړ تصویب لپاره د اروپايي اتحادیې د یو شمېر هیوادونو تصویب ته اړتیا لري.

د اروپايي پارلمان د څېړنیزو خدماتو د ادارې پر اساس، د دې اتحادیې او افغانستان د مشارکت او پرمختګ په اړه د همکارۍ موافقه د بشري حقونو او همداراز د د قانون د حاکمیت، روغتیا او تعلیم په شان په یو شمېر برخو کې د همکارۍ په ګډون د منظم دیالوګ لار هواروي.

دا موافقه د یو شمېر اقداماتو غوښتنه کوي لکه له فساد سره مبارزه، د پیسو سپینولو، د تروریزم د مالي ملاتړ، منظمو جنایتونو او مخدرو موادو مخنیوی.

اروپايي پارلمان نن (چهارشنبه) یو غیرلازم الاجرا پرېکړه لیک هم تصویب کړ چې د افغانستان د حکومت پر بې ثباتۍ او کمزورتیا اندېښنه ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *