تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: د البانیا دفاع وزارت وايي، هغه ۳۶ ښځینه او نارینه افغان کډوال یې له مرګه ژغورلي چې یونان ته پر لاره ایچ سیند کې بند پاتې وو.
د البانیا د دفاع وزیرې اولتا شاکا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا کار پرون شوی او د اروپايي ټولنې سمندري ساتونکو په اوبو کې د یوې غرقې شوې کښتۍ سپاره افغان کډوال له مرګه ژغورلي دي.
نوموړې وایي، په ژغورل شویو افغان کډوالو کې ۱۹ ماشومان، ۸ ښځې او ۹ نارینه شامل دي چې له افغانستان څخه په قاچاقي لارو راوتلي او یونان ته روان وو.
ویل کېږي له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناامنیو له کبله اروپا ته شاوخوا ۲۵۰ زره افغان کډوال تښتېدلي چې په دې کې یې یو شمېر کورنۍ او نور یې کم عمره ځوانان دي.