تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: اروپايي ټولنه له افغانستان سره د کورونا پر ضد مبارزې لباره ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي.
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ۱۱۷ میلیونه یورو به افغانستان ته د کورونا پر ضد د مؤثرې مبارزې لپاره ورکړي خو د دې تر څنګ یې د څلورم ځل لپاره په افغانستان کې له ښکیلو لوریو د اوربند غوښتنه هم کړې ده.
په اعلامیه کې راغلی چې د جګړې د دوام له کبله په افغانستان کې روغتیايي سکټور ضعیفه شوی دی او اوس دا سکټور اړ دی چې په ډیرو کمو امکاناتو د کورونا سره مبارزه وکړي.
اعلامیه کې کې راغلي چې ښکیل اړخونه باید بشردوستانه عاجل اوربند اعلان کړي که نه نو د کورونا بحران به شدت واخلي.
د اروپايي ټولنې په وینا، دوی به له خپلو ۱۱۷ میلیونه یورو مرستې څخه ۵۰ میلیونه یوازې د افغانستان روغتیايي سکټور ته ورکړي چې مصرف یې کړي او یوه برخه به یې په مالی، طبي تجهیزاتو، تشخیصیه لابراتواري کیټونو، د میندو او ماشومانو د خوندیتوب او کډوالو لپاره د مرستو په برابرولو ولګوي.
اعلامیه همداراز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرپیري مایډون له قوله زیاتوي چې افغان مشران باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي او طالبان دې هم اوربند اعلان کړي.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم درې ځله پر طالبانو د اوربند غږ کړی و.
همدا راز افغان حکومت او ملګرو ملتونو هم یاده غوښتنه څو ځله تکرار کړې ده خو طالبانو لا اوربند ته غاړه نه ده ایښې.