تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: اروپايي ټولنې د افغانستان له سولې څخه یو وار بیا خپل ملاتړ اعلان کړ.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان سوله ممکنه ده خو که نن ورځ ټول لوري خپلو کړیو ژمنو ته درناوی وکړي.

ښاغلي کوبیا ویلي، په قطر کې د افغان سولې په رابطه د امریکا او طالبانو تر منځ د ننني لاسلیکېدونکي سند ملاتړ کوي او په وینا یې دا تړون به د افغان سولې لپاره لاره هواره کړي.

نن ټاکل شوې چې د دوحې پر وخت مازیګر مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *