تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده.

نوموړي نن د هرات اتم امنیتي کنفرانس ته په وینا کې همدا راز ټینګار کړی چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې باید بیا له سره پیل شي.

دښاغلي کوبیان په خبره، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو دوام په افغانستان کې سوله تامینولی شي او په وینا یې چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند ته هم لاره برابره کړي: (( خو زموږ غوښتنه یوه دا هم ده چې د امریکا او طاللبانو تر منځ د خبرو بهیر دې شفاف وي، موږ لپاره هم د ښځو حقونه او د افغانانو لاسته راوړنې سرې کرښې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د هرات امنیتي کنفرانس نن جمعه د شلو هېوادونو د ډپلوماټانو، سیاستوالو او امنیتي کسانو په حضور کې پيل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *