تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون وايي، ولسمشر غني او عبدالله په خپل منځ کې یو سیاسي توافق ته نږدې شوي دي.
نوموړي ویلي، په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مشرانو تر منځ یو سیاسي توافق مهمه اړتیا ده.
تر دې وړاندې اروپايي ټولنې ښاغلي عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې له سیاسي لانجو لاس واخلي او یو توافق ته ورسېږي چې اوس د اروپايي ټولنې د سفیر ښاغلي مایدون په خبره دواړه مشران یوې مثبتې نتیجې ته رسېدلي دي.
ښاغلی پیري مایدون وايي: (( موږ اورېدلي دي چې د دواړو لوریو خبرې مثبتې خواته نږدې شوې دي، په دې پایله کې به مالکیت له افغانانو سره وي، نړیوال په کې هیڅ ښکیل نه دي، خو زموږ ټینګار د دغې هوکړې پر وخت او ژر تر ژره کېدو باندې دی.))
نوموړی وايي، دوی په دې باور دي چې د دغې لانجې د اوږدېدو لپاره نور وخت نشته، ځکه په وینا یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ هم له عبدالله سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی خو هغه ټولې اوازې یې رد کړې دي چې وايي، حکومت به د عبدالله او غني تر منځ نیم وي او عبدالله ته به ډير صلاحیتونه ورکړل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې ټینګار کوي چې بل د ملي یووالي حکومت به په افغانستان کې نه راځي نه به داسې معامله کېږي چې د خلکو رایې ته سپکاوی وشي.