تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي باندې ټینګار کړی، بلخوا بریټانیا له افغانستان سره د ټاکنو د پروسې پر مخ بیولو لپاره د ۸ میلیونه پونډو مرسته اعلان کړې ده.

 په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازي دفتر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ولسمشریزې ټاکنې نه یوازې دا چې د افغانانو مشر ټاکي بلکې افغانانو ته له خپلو ارزښتونو څخه د دفاع لاره هم ده.

 اروپایي ټولنې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ولسواکۍ د اصولو په بنسټ افغانانو ته د خپل نوي زعامت د ټاکلو لوی فرصت بللی دی.

 بلخوا د بریټانیا نړیوالې پراختیايي ادارې اعلان کړی چې افغانستان سره به د ټاکنو پروسه کې د همکارۍ په نیت ۸ میلیونه پونډه مرسته وکړي.

 په افغانستان کې د بریتانیا سفیر الیسن بلیک وايي، هېواد یې په دغه هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو ملاتړی دی: (( په دې پيسو به ټاکنیز کمېسیونونه خپل فني وسایل ځانته واخلي، موږ په پوره قوت د ټاکنو ملاتړي یوو تر افغانان خپل برخلیک په خپله وټاکي.))

 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني هم په څو وارې ټینګار سره ویلي چې ټاکنې به د میزان په ۶مه نېټه کېږي او هیڅ شی دا پروسه نه شي ځنډولی.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې یو ډېر باصلاحیته حکومت کولی شي د سولې په پروسه کې له قوي موقف څخه طالبانو سره خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *