تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: اروپايي ټولنې او د ناروې سفیر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له عبدالله عبدالله سره یې ویډیويي کنفرانس کې پر هغه د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره فشار راوړی دی.
د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي که سیاسي اختلافات دوام کوي، دا به د افغانستان ګټې او راتلونکی دواړه په خطر کې واچوي په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې په وینا دا ګټې باید په لومړیتوب کې ونیول شي.
په اعلامیه کې له کورونا سره په جدي مبارزه او له طالبانو سره د افغاني خبرو په پیل هم ټینګار شوی دی: (( د افغانستان د لویو مرستندویانو په حیث موږ عبدالله ته اندیښنه ښودلې چې د اختلافاتو په حل کې نه پرمختګ به د افغانستان په راتلونکې بودیجه، امنیت او پراختیا منفي اغېز وکړي.))
خبرپاڼه کاږي چې اروپايي ټولنې او د ناروې سفیر ډاکټر عبدالله ته ویلي چې پر تاسې د یو مسوول رهبر په حیث حساب کېږي، تر څو په سیاسي جوړجاړي وکولی شي د افغانستان د سوکالۍ لپاره کار وشي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ اختلافات حل نه دي.
تر اوسه عبدالله د مصالحې شورا مشري نه منله او صدراعظمي یې غوښتله، خو ولسمشر ورته ویلي وو چې هیڅ له قانون پورته معامله نه ورسره کوي.
له همدې کبله عبدالله حاضر شوی چې د مصالحې شورا مشري ومني، خو اوس د هغه په ټیم کې صلاح الدین رباني او ضیا مسعود له عبدالله سره په دې خبره شدید اختلاف پیدا کړی دی.