تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبیا وايي، طالبانو سره د دې پوښتنې هیڅ ځواب او دلیل نشته چې د کورونا په اوسنیو بحراني حالاتو ولې اوربند نه کوي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تر اوسه ولې اوربند نه کېږي؟ ځکه د ده په وینا له طالب لوري یې تر اوسه د اوربند نه کولو په تړاو هیڅ قانع کوونکی دلیل نه دی اورېدلی.

نوموړي نیوکه کړې چې ښکیلو هیوادونو هم تر اوسه پورې په افغانستان کې د بشردوستانه اوربند غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

کوبیا د چا نوم نه دی اخیستی خو پاکستان، روسیې، ایران او چین چې د طالبانو مهم ملاتړي بلل کېږي تر اوسه یې د اوربند غوښتنه نه ده بدرګه کړې.

 رونالډ کوبیا زیاته کړې، په اوسني کورونايي وضیت کې د ملګرو ملتونو لخوا د اوربند غږ ګڼو هیوادونو بدرګه او ملاتړ یې وکړ چې جګړه مارې ډلې باید له جګړې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني ملت ته په خپله تازه وینا کې هم له طالبانو وغوښتل چې د ولس، نړیوالو، ملګرو ملتونو او سیمې غږ ومني او اوربند ته غاړه کېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *