د اروپايي کمیسیون کمیشنر ښاغلی میمیکا

تاند- د اروپايي اتحادیې کمیسیون هنګري ته په دې خاطر خبرداری ورکړ چې له افغان پناه غوښتونکو سره یې خورا ناوړه چلند کړی دی.

دې کمیسیون ویلي چې هنګري افغان پناه غوښتونکي له خوړو محرومه کړي او له خپلې خاورې یې په زوره د هغو د ایستلو هڅه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون ویندوی نن /سې شنبه/ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې دا کمیسیون له افغان پناه غوښتونکو سره د هنګري پر بدسلوکۍ اندېښمن دی او دا ډول تورونه ډېر جدي ګڼي.

ده وویل، اروپايي کمیسیون حاضردمه د پناه غوښتونکو او په زوره د هغو د ستنولو په اړه د هنګري دوسیه په محکمه کې څېړي.

د تېر کال په اګست کې هم د هیلسنکي د بشري حقونو کمېټې، چې د هنګري په پلازمېنه بوداپیست کې ده، یو شمېر قضیې ثبت کړې وې چې پر اساس یې ویل شوي وو هنګري په ځینو مواردو کې پناه غوښتونکو ته حتي ۵ ورځې خواړه نه دي ورکړي.

د تېر کال د اګست له قضیې سره سره هنګري د سږ کال په فبرورۍ او د مارچ په اتمه یو وار بیا له خپلې خاورې وتلو ته د پناه غوښتونکو د مجبورولو لپاره د خوړو نه ورکولو له تاکتیکه کار اخیستی دی.

د دې ادارې په وینا په مجموع کې هنګري لږترلږه ۲۱ تنه د اوږد وخت لپاره له خوړو محروم کړي دي.

د اروپايي اتحادیې د خپرونې (اي یو ابزرور) د راپور له مخې، د هیلسنکي د بشري حقونو کمېټې همداراز ویلي، هغو لویانو ته، چې په توقیف کې وي او له هنګري څخه د وتلو لپاره انتظار باسي، خواړه نه ورکول کېږي خو یوازې اومیندوارو ښځو او ناروغانو ته ډوډۍ ورکوي.

د هنګري د ولسمشر ویندوی د تېر کال په سپټمبر کې په دې اړه خبریالانو ته په تونده لهجه ویلي و«موږ غیرقانوني مهاجرو ته وړیا ډوډۍ نه ورکوو.»

تېره اوونۍ د هنګري سرحدي پولیسو یوه شپږ کسیزه افغان کورنۍ نیمه شپه له خپلې خاورې سربیا ته په زوره واړوله.

د ملګروملتو کارکوونکو، چې دا صحنه یې لیدلې، وايي چې افغان پناه غوښتونکي سخت وارخطا او اندېښمن ول.

د دې کورنۍ مو، د هنګري سرحدي پولیس ته وویل«تاسي به هم یوه ورځ مهاجر شئ.»

د اروپايي کمېسیون په وینا په ۲۰۱۸ میلادي کال ۵ لکه ۸۰ زره۸۰ تنو د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې حال دا چې په ۲۰۱۷ میلادي کال ۶ لکه ۵۴ زره ۶۰۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *