اروپایي اتحادیه (European Union) په ۱۹۵۱ کې د بلجیم، جرمني، فرانسې، ایټالیا، لوګزامبورګ او نیدرلنډز (هالنډ) په غړیتوب جوړه شوه چې د وخت په تېرېدلو نورهېوادونه هم ورسره یوځای شول او اوس یې شمېر ۲۸ هېوادونو ته رسېدلی دی.
اروپایي اتحادیه بشري وقار، ازادۍ، ولسواکۍ، برابرۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو… ته د درناوي په موخه رامنځته شوې ده.
اتریش، بلجیم، بلغاریا، کرویشیا، قبرص، چک، ډنمارک، ایستونیا، فنلنډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، آیرلنډ، ایټالیا، لاتویا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، نیدرلندز، پرتګال، پولنډ، رومانیا، سلواکیا، سلووینیا، هسپانیا، سویډن او برتانیا د اروپایي اتحایې ۲۸ غړي هېوادونه دي.
اروپایي اتحادیه خپل عواید له درې عمده لارو؛ د غړو هېوادونو له خوا د مرستو، له اروپایي اتحادیې څخه بهر راتلونکو مالونو باندې له مالیاتو او هغو جریمو څخه ترلاسه کیږي چې په اروپایي اتحادیه کې دننه د سوداګریو له ناکامېدلو څخه ترلاسه کیږي.
د اروپایي اتحادیې بودجه د انکشاف او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره لګول کیږي. د اروپایي اتحادیې د بودجې له لارې د داسې پانګونې ملاتړ کیږي چې د اروپایي هېوادونو او سیمو تر منځ اقتصادي خلاوې له منځه وړي.
اروپایي کمېسیون د اروپایي اتحادیې یوه موسسه ده چې د قوانینو د وړاندیز کولو، د پرېکړو د تطبیقولو، د اروپایي اتحادیې د تړونونو د حمایه کولو او د اروپایي اتحادیې د ورځنیو چارو د مدیریت مسؤلیت پرغاړه لري.
اروپایي کمېسیون په ډیپارټمنټونو یا څانګو وېشل شوی چې د لویو ریاستونو (Directorate General/DGs) په نامه یادیږي او تر ډېره د وزارتونو معادل دي. هر لوی ریاست د پالیسۍ یوه ځانګړې ساحه یا چاره لکه سوداګري یا چاپېریال تر پوښښ لاندې نیسي، چې په راس کې یې لوی رییس (Director General) کار کوي او هغه بیا کمېشنر یا د اروپایي کمېسیون کمېسارته راپور ورکوي.
په اروپایي کمېسیون کې خواوشا ۳۲۰۰۰ کسان کار کوي.
په اروپایي پارلمان کې، څه ناڅه ۷۵۰۰ کسان د عمومي منشي په اداره او سیاسي ګروپونو کې کار کوي. د هغوی تر څنګ د پارلمان غړي او د پارلمان د غړو اړوند کارمندان هم کار کوي. د اروپایي اتحادیې په شورا کې، خواوشا ۳۵۰۰ کسان په عمومي سکرتریت کې کار کوي.
په اروپایي اتحادیه کې د ګڼو کلتورونو درناوی په پام کې نیول شوی دی. اروپایي اتحادیه د بلغاریایي، کرویشیایي، چکي، ډنمارکي، هالنډي، انګلیسي، ایستونیایي، فنلنډي، فرانسوي، جرمني، یوناني، هنګري، ایرلنډي، ایټالوي، لاتویایي، لېتوانیایي، مالتیسي، پولنډي، پورتګالي، رومانیایي، سلواکي، سلووینیایي، هسپانوي، او سویډني په شمول ۲۴ رسمي ژبې لري.
په اروپایي اتحادیه کې اوسېدونکو خلکو ته د هغوی د خپل، خپل هېواد په رسمي ژبه د اروپایي اتحادیې قوانین او مهم سیاسي اسناد برابر شوي دي. هغوی حق لري چې کمېسیون ته په خپله ژبه لیکل وکړي او په خپله ژبه ځواب ترلاسه کړي.
د اروپایي کونسل (ولسي جرګې) او د اروپایي اتحادیې د کونسل (د مشرانو جرګې) د مجلسونو ویناوې په ټولو رسمي ژبو ترجمه کیږي. خواوشا ۴۳۰۰ تحریري او ۸۰۰ شفاهي ترجمانان په اروپایي اتحادیه کې په دایمي توګه کار کوي.
اروپایي کمېسیون د بلجیم په مرکز بروسلز/بروکسل او په لوګزامبورګ کې دېره دی، او همدارنګه د اروپایي اتحادیې په بېلابېلو برخو کې دفترونه لري.
د ۲۰۱۹ کال لپاره د اروپایي اتحادیې بودجه ۱۶۵.۸ میلیارده (۱۶۵ زره او ۸ سوه میلیونه) یورو په پام کې نیول شوې چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۳.۲٪ ډېرښت په کې راغلی دی.
ډنمارکی سیاستوال، یېپ ترانهولم میکلسن، د ۲۰۱۵ د جولای له ۱ راهیسې د اروپایي اتحادیې د کونسل عمومي منشي دی.
سرچینې: د اروپایي اتحادیې وېب سایټ، اروپایي کونسل وېب سایټ، ویکیپیډیا