تاند، یکشنبه‍، د حمل ۱۰مه: اروپایي ټولنې د طالبانو هغه بیان ته توند غبرګون ښودلی چې د افغان دولت په مذاکراتي پلاوي یې نیوکه کړې او هغه یې ټول شموله نه دی بللی.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې خاص استازي رولانډ کوبیا په یو ټویټ کې طالبانو ته په خطاب کې لیکلي، چې په سوله کې د جګړې په څیر ، تاسو نشئ کولی خپل سیال وټاکئ.

د کوبیا په خبره، که طالبان غواړي د بل مذاکره کوونکي ټیم په ترکیب کې یوه نیمه خبره وکړي، نو بیا باید دا هم ومني چې مقابل لوری د دوی په پلاوي نیوکه وکړي: (( که په چا د خبرې حق ځانته ورکړئ، نو هغوی هم ستاسې په پلاوي د نیوکې حق لري تر څو پوه شي چې ستاسې پلاوی د چا استازیتوب کوي؟ د مثال په توګه میرمنې چیرې دي؟))

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، د حکومت له لوري اعلان شوی پلاوی ټول شموله نه دی او له امریکا سره د هوکړې خلاف دی.

خو ناټو، اروپایي ټولنې، زلمي خلیلزاد او د امریکا د باندنبو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان دولت مذاکراتي پلاوی ستایلی او دا یې همه شموله بللی دی.

همدا راز د افغانستان د سولې وزارت او د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم په جلا جلا بیانونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د سولې پروسه کې دې بهانې نن لټوي او د مذاکراتي پلاوي ټاکل د دوی صلاحیت نه دی بلکې دا د افغان حکومت کار دی.

3 thoughts on “اروپایي ټولنې، طالبان د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي د نیوکې له کبله ملامته کړل”
  1. د افغانستان دمشرع دولت د مذاکراتو د تیم په اړه د قطرد ګوډاګی دفتر د طالبانود نامشروع او تروریست دلګی د ناخواسته او احمقانه نیوکو په اړه د افغانستان د ملت پوښتنی :
    آیا ستاسو( طالبانو) جنګ د افغانستان داسلامی جمهوریت د نظام سره په ټوله کی ا و بیا ددغه دولت تر چتر لاندی د امنیتی او دفاعی قوتونو سره نه دی ؟ چه حقیقتآ دی .
    ستاسو بندیان د چا سره بندیان دی ؟ چه د افغانستان ددولت سر دی .
    ستاسو په مذاکراتیټیم ولی دافغانستان دولت نیوکه نه کوی چه مثلآ :
    تاسو خپل ټیم ولی نه دی اعلان کړی ؟
    په دغه ټیم کی څوک دی ؟
    ستاسو ټیم کمزوری دی !
    د ټولو طالبانو نمایندګی نه کوی !
    حد اقل ددوهمی غټی ډلی لکه د ملا رسول دډلی نمایندګان په کښی نشته !
    جنګی قوماندانان په کښی نشته !
    او هم د لوړ تعلیم خلک په کښی وجود نلری ! داسی خلک دی چه د امارت په وخت کی هم په حکومت داری او دصلحی په مسائلو بلد او ماهره خلک نه دی !
    نودغسی اعتراضونه د افغانستان دولت هم کولای شی خود سیاسی او اخلاقی لحاظ دا درسته نه بولی چه ستا سو په مذاکراتی ټیم نیوکی وکړی ، یا یی په اړه پوښتنی وکړی هغه هم د مذاکراتو نه مخکی !
    دا د افغنستان د اسلامی جمهوریت ددولت مسؤلیت دی چه څنګه په داخل د افغانستان کی د خپل ملت سره مشوری ترسره کوی او بیا مذاکراتی ټیم ټاکی ، په دغه وخت کی په ټیم باندی اعتراض بی ځایه او د سیاسی فرهنګ نه ناخبری او یا په بل عبارت یو نوع سیاسی سپین سترګی دی ! دغه دولت یوه مشروع رهبری لری ، چه د انتخاباتو په نتیجه کی را منځ ته شوی ، قانون اساسی دا صلاحیت ورکړی چه د صلحی او جنګ پ مورد کی لازم تصمیم ونیسی ، دلته د خلکو نمایندګان یا پارلمان شته . تاسو خو بی د انتخاباتو په خپل سر لګیا یاستی په دی ۳۰ کاله کی غیر دجنګ نه نور هیڅ لاسته راوړنه نه لری ؟ که خبره داعتراضونو وی نو انتقادونه ډیر دی ،او که غواړی چه رښتیا په خپله تاسی صلحه وکړی نو دادی راځی په کابل کی د افانستان د حکومت سره مخامخ وغږیږی ، ستاسو دامنیت مسؤلیت هم دغه دولت چه د ډاکتر اشرف غنی د منتخبی رهبری لاندی په افغانستان کی حاکم دی نیسی ، او ستاسو د زندانیانو د خلاصون صلاحیت هم ددغه دولت سره دی .

  2. یفتلي صاحب له لیکنی مو مننه. طالبان خو د ای اس ای او تور تروریست پنجاب دلالان دي. ددوی خوله د پاکستان د اردو او دولت خوله ده. د یوه تروریست دولت خوله چی د نری په هر تروریستی پیشه کی له استثنا پرته په یو نه یو ترتیب ددوی لاس وي. دا حرموني دولت او پلورل شوی سپیان يي نه انسانی، نه بشري، نه افغاني، نه اسلامی، نه اخلاقی، معیارونه لري او نه يي هم پبژني. دوه دری تنه بی سواده، له دین بی خبره، مفعول کسان راتول شوي او د تور مخو پنجابیانو په خوله هره روح بی گناه او مظلوم افغانان وژني. لعنت د په داسی موجوداتی وي. دوی ته د انسان کلمه کارول انسانیت ته پیغور دی

  3. اصلا خو اوله خبره باید علما وکړی چی ځان وارثان دانبیاء علیهم السلام بولی او کتمان حق هم ګناه ده ، مګرمتأسفانه چی د شجاعت او مؤمنانه زیرکتیا کمی او حتی قحطی ده ،ورنه دی مشکلاتو ته ښه خبره داده چی په دی الهی فرمان عمل وشی:
    فان تنازعتم فی شئ فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الآخر……..
    اوهغه دریځ چی نورو نیولی او د حکومت سره خبری نکوم دا خبره نه افغانی ده او نه اسلامی،ځکه چی هغه وخت چی طالب شړل کیدو ،دبن د معاملی افغانی انحصار کوونکی د جمعیت او عبدالله ډلګۍ وه نه ټول افغانان،دغټو بمونود استعمال غوښتنه یوازی د همدی ډلګۍ وه خو تر هغی وروسته ځو ځله انتخابات وشول نو څنګه کیدای شی د یوی معامله ګری ډلګۍ انتقام له ملت نه واخیستل شی ،هیڅ منطق نلری خو داخبره علما نکوی اومنتظردلجام آتشین دی
    ددی نه وروسته ټول لجاجت او کج بحثی دا ثابتوی چی دریځ مؤمنانه ندی،حتی ترننه تردی لیست د هیئت پوری.
    دا ټول عدم خلوص اوایمانداری ښیی او دا ثابتوی چی په الفاظو لوبی او دا خلک بی واکه او د دین نه ،ابزاری استفاده کوی.
    نوځکه دعلماوو مسؤلیت بیاهم منحیث ورثةالانبیاء اهم دی چی په بماانزل الله حکم او فیصله وکړی او هر مغرض او مریض،ګردی میز کی جفن سرایی ونکړی او دا اهم مسایل دهر جاهل مغرض خولی او میدان د لوبی ته ونه غورځوی اودتنظیمی اوجاهلی تعصباتو دلوبو خوسی تری جوړ نکړی چی دا ملی خیانت او جرم دی او مخنیوی یی د دین په منطق د مؤمنو زړورو علماوو کار دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *