حمیدالله فیضي |
افغانستان هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له نړیوالو سره وغځوي او بېلابېلې لارې تجربه کړي، څو نړیوالو بازارونو ته لاره پيدا کړي. افغانستان غواړي د منځنۍ آسیا د هېوادونو له لارې د روسیې په ګډون اروپایې بازارونو ته لاره پیدا کړي.
یوازې نا امني نه ده چې له افغانستان څخه د توکو په لیږد رالیږد يې منفي اغیز شیندلی دی، د دې ترڅنګ د افغانستان جغرافیایي موقعیت هم د دې لامل شوی چې ځینو هېوادونو ته د سختو لارو له امله نشي کولی خپل توکي ولیږدوي او یا هم له دغو هېوادونو څخه نیغ په نیغه واردات ولري.
افغانستان په وچه کې راګیرې هېواد دی او سمندري اوبو ته لاره نه لري. پر همدې بنسټ افغانستان مجبور دی چې د ایران (عباس، امام خمینی او چابهار بندرونو) او د پاکستان د کراچۍ او د وچې له (واګې بندر) څخه چې په لاهور کې موقعیت لري د صادراتو او وارداتو لپاره کار واخلي.
تر ډيره بریده افغانستان له دې اقتصادي تړلتیا څخه چې د محصولاتو د صادریدو او پېراو پلور لپاره یې له هېوادونو سره لري، خوښ نه بریښي، ځکه چې له یوې خوا ګاونډي هېوادونه په سوداګرۍ کې شریک دي او له بل پلوه په تولیدي برخه کې خپل توکي له افغاني محصولاتو سره په سیالۍ کې دي. د همدې لپاره افغانستان هڅه کوي چې د محصولاتو د صادریدو په موخه نورې لارې ولټوي او د توکو د صادریدو په موخه نور ملګري پیدا کړي.
د آذر بایجان هېواد کیدلی شي نړیوالو مارکیټونو ته د لارې موندا په موخه د افغانستان یو ښه شریک پاتې شي. په دې وروستیو کلونو کې د کابل او باکو ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې شوي دي. د دواړو هېوادونو چارواکي هوډ لري چې لدې لاسته راغلي چانس څخه ښه ګټه پورته کړي. په همدې موخه د لاپيز لازوي پروژه په پام کې نیولې چې د افغانستان څـخه اروپا ته د ترکمنستان، آذربایجان او ګورجستان له لارې لیږد رالیږد ترسره شي.
افغانستان هوډ لري چې د آذر بایجان له لارې د اروپا مارکیټ ته دننه شي او خپل محصولات ټولې نړۍ ته صادر کړي. په دې وروستیو کې د افغانستان اړیکې له ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، او تاجکستان سره پراخې شوي او له آذر بایجان سره خپلې اړیکې ډیرې نږدې کړي دي. افغانستان د ترانزیټ په برخه کې د آذر بایجان ستراتیژیک موقعیت ته ډیره اړتیا لري چې د دې هېواد له لارې کولی شي، افغانی محصولات اروپا ته ولیږدوي او په بدل کې آذر بایجان هوډ لري چې د افغانستان له لارې خپل توکي سویلي آسیا ته په آسانه توګه صادر کړي.
دمګړۍ د افغانستان او آذر بایجان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه ۱۴ میلیونو ډالرو ته رسیږي، او له آذر بایجان څخه ډیرۍ ماشینونه، خوراکي توکي او تکنالوژۍ راوړل کیږي.
افغانستان کولي شي د آذربایجان له لارې وچې، تازه میوې او نور کرنیز محصولات چې له ښه کیفیت څخه برخمن دي اروپایې مارکیټ ته صادر کړي، چې په دې سره به افغانستان تکیه په هغو هېوادونو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي کمه شي او افغانستان به د بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخیستنې سره په ګاونډیو هېوادونو تکیه کمه کړي.
اوسمهال د افغانستان تازه او وچه میوه ، زعفران په نړیوالو بازار کې شهرت لري او غوښتنه یې هم ډیره ده چې په ښې بیې سره پلورل کیږي، خو له بده مرغه د افغانستان ډیرۍ محصولات د ګاونډیو هېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته وړل کیږي چې د افغان محصولاتو کیفیت یې هم له پوښټنې سره مخ کړی دی.
تردې مهاله د افغانستان ډيرۍ محصولات د پاکستان له لارې صادریږي چې کله ناکله د نا امنۍ او د اړیکو د کړکیچتیا له امله په لارو کې بند پاتې وي او بیا خپل ارزښت هم له لاسه ورکوي. خو له نیکه مرغه چارې پیل شوي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د اورګاډی د پټلۍ په وسیله د منځنۍ آسیا هېوادونو له لارې اروپا څخه صادرات او واردات ولري.
افغان دولت د آذربایجان له لارې اروپا ته د صادراتو په اړه د باکو له حکومت سره لومړني مذاکرات ترسره کړي او ځینې هوکړې هم حاصل شوي چې په نږدې راتلونکې کې به عملي شي. افغانستان لیواله دی چې ټول لیږد رالیږد باید د ځمکې له لارې یعنې د اورګاډي پټلۍ په وسیله ترسره کړي او که چېرې ستونزې وي بیا د بیړۍ څخه هم ګټه پورته کیدلی شي، چې آذر بایجان ټول دغه شونتیاوې له ځان سره لري.
د اقتصادي کارپيژاندو په اند له ډیرو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې کولی شي افغانستان د اقتصادي ودې لوړې کچې ته ورسوي او د ترانزیټ د پله په توګه افغانستان ځان بساینې ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې تردې مهاله افغانستان څو اړخیزه هوکړه لیکونه له ګاونډیوپټلۍ لرونکو هېوادونو سره نه دي لاسلیک کړي، خو هیله کیږي چې ژر تر ژره اروپایې بازارونو سره د تړاو په موخه دا هوکړه لیکونه لاسلیک شي، څو په عملي توګه له نړیوالو بازارونو سره تړلتیا وموندل شي.