تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: د اروپا د سرحداتو اداره یا فرنټکس وایي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو میاشتو کې اروپا ته د ورغلیو افغانانو شمېر د سوریې له جګړې څخه د کډوالو شویو سوریایانو زیات دی.
د دغې ادارې راپور وايي، په سږني میلادي کال کې ۸۰ زره کډوال اروپا ته ورغلی چې له دې منځه ۱۷زره یې افغانان دي او ۱۰ زره یې د سوریې وګړي دي.
د فرنټکس د راپور له مخې نیمايي افغانان اروپا ته د ایران له لارې کډوال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو وزارت وايي، دا مهال نږدې دوه میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي، خو دا ارقام ورځ تر بلې په کمېدو دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د راپور له مخې تېر ۲۰۱۸ کال کې ۸۰۰ زره افغانان له ایرانه وتلي چې له دې منځه یې ۱۲ زره اروپا ته په غیر قانوني ډول اوښتي دي.