نوربادشاه يوسفزئی –
په کوم هيواد يا ټولنه کې چې د انسان ژوند په خطر کې شي، تعليم تربيت يې اغيزمن شي، د هغوی په ژوند کې ستونزې پيدا کړای شي، په سمه توګه د ژوند کولو لارې يې ونيولی شي، په تشدد، تقريرونو او محروميت سره د ذهني تشدد ښکار شي نو د هغې ټولنې هر وګړی نر وي که ښځه، ځوان وي که سپین ږیری غواړي چې له هغه ځايه داسې ځای ته ولاړ شي چې سکون وي قرار وي او ښکلی ژوند وي.
د سکون، قرار او ژوند جوړولو لپاره نن سبا د خلکو تر ټولو غوره انتخاب يورپ، امريکه کینډا او استرايليا ده، خو امريکه، استرايليا او کینډا ته قانوني يا قاچاق تلل د اروپا په نسبت ډېر ګران دي نو هم ځکه د جنګ ځپلو هيوادونو نه خلک د ليبيا، تيونس نه د بحيره روم په لار، د ايران، ترکيې، بلغاريا، يونان، مقدونيا په خطري لارو هڅه کوي چې ځان د اروپا لويو هيوادونو يعنې جرمني، فرانس، ناروې، اټلي، اطريش او نورو ملکونو ته ورسوي تر څو هلته د پناه غوښتنه وکړي او هلته پاتې شي.
افغانستان، او په خوا کې یې سیمې خیبر پښتونخوا،او ځینې قبایلي علاقې هم د هغو هيوادونو څخه شمارل کیږي چرته چې په ګڼ شمير خلق غواړي چې اروپا ته ولاړ شي چې پکې د ځوانانو شميره تر ټولو ډېره ده دغه ځوانان په هيواد کې روان غربت، ترهګري، بيروزګارۍ، محروميت، احساس کمترۍ ښکار يا د ترهګرو ډلو د ګواښونو لاندې دي چې په وطن کې ځان خوندي نه بولي، دغه ځوانانو سره هيڅ حکومتي مرسته، سياسي او د بشري حقونو د تنظيمونو لخواه د لارښوونې او حوصلې ورکولو د نيشت والی یې لامل دی چې د قاچاقبرانو په لاسو د ايران په خطري لارو ځان ترکيه ته رسوي او همدغسې د ترکيه نه په ټرکونو،ځنګلو او سمندر د لارې ځان يورپي هيوادونو ته رسوي چې ډېر پکې په لاره ژوند له لاسه ورکړي
په روان وخت کې اروپا ته په زرهاو او لکونو مهاجرو د راتګ له وجې چې په اخر وخت کې ځینې عرب هیوادونه هم شامل دي د قبلېدو چانسونه ډېر کم شوي دي په شته وخت کې چې د اروپا دغه هيوا��ونه دې مهاجرو ته د اوسيدو ځای، خوراک څښاک غم وخوري هم لويه خبره ده يوازې جرمني ته په روان کال کې اته لاکه مهاجر راغلي دي نو يوازې که د ورځې پينځه زره مهاجرو ته اسناد ورکول کيږي نو دغه اته لاکه خلق به څومره ډېر وخت ونيسي، خو دا دومره وړيا نۀ ده.
که څوک هم لس زره ډالر اروپا ته په راتګ ورکوي نو د خپل ځان او خپل هیواد سره زياتی کوي او هم خپل ځان د مور پلار خويندو وروڼو څخه لرې کوي نو بايد په هغو پیسو چې په قاچاکي لارو یې مصرف کوي کولای شي چې ځانته کاروبار پيل کړي نو لويه منافع تر لاسه کولی شي، بيا هم که څوک ډېر اروپا ته د تګ شوق لري نو بايد په خپل تعليمي قابليت، د انټرنيټ د لارې ځانته تعليمي بورسونه پيدا کړي او د اروپا سفر دې وکړي
په قاچاقي لارو تګ کول خپل ژوند خپله له لاسه ورکولو ضامن دي.