غني خان
افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۵ـ۱۲ـ۲۵
۲۰۱۷-۳-۱۵
دا ژوندون دی دوه ورځې
خلاص به شي او تیر به شي
دا غني به خاورې شي
ورک به شي او هیر به شي

نن د اروښاد عبدالغني خان د مړينې يو ويشتم تلين دی، نوموړي خپل ټول ژوند د ازادۍ داعيې ته وقف  کړی و، د خپل پلار لاره يې تعقيب کړه، زندان ته لاړ، د پرنګي اشغالګرو پر ضد يې مبارزه وکړه.
 د اورښاد عبدالغني خان فکر اولاره د ازادۍ او عدالت پر بنیاد ولاړه وه، ځکه خو يې د خپل ولس د راويښولو او بیدارولو لپاره هلې ځلې کولې.
اروښاد غني خان د عبدالغفار خان بابا زوی چې په ۱۹۱۴ زيږديز کال د هشنغر په سیمه کې زېږېدلی و.
که څه هم د غني خان په شاعرۍ کلونه اوښتي دي، خو د ابپوهانو په نظر پښتو معاصر ادب کې د غني خان د ايډیال او شاعرۍ ساری ډېر کم ليدل کېږي.
خدای بښلی عبدالغني خان په ۱۹۹۶ زېږديز کال د مارچ میاشتې په پنځلسمه نېټه له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
الله ج دې اروښاد غني خان روح ارامه کړي، چې د پښتوژبې ادب لپاره يې شهکار کړی دی او همدارنګه يې د ازادۍ او ولس راويښولو لپاره اغېزمنې هڅې کړې دي.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي دفتر
کابل/ وزير اکبرخان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *