تاند، چهار شنبه، د اسد ۲مه: حکومت د افغانستان په اړه د ټرمپ له سپکاوي ډکو څرګندونو وروسته د سولې په پروسه کې کابل ته راغلی زلمی خلیلزاد ایسار کړی دی.
ارګ وايي، ولسمشر غني بیګاه ماښام له نوموړي سره کتلي او لازمه یې ګڼلې ده چې زلمی خلیلزد څو ورځو لپاره کابل کې پاتې شي.
د ارګ د معلوماتو له مې بیګانۍ لیدنه کې ولسمشر غني له خلیلزاد سره د ټرمپ په وروستیو څرګندونو مشخص غږېدلی ، وضاحت یې ترې غوښتی او ورته یې ویلي دي چې څو ورځو پورې باید په کابل کې ایسار پاتې شي.
دغه راز زلمي خلیلزاد ولسمشر ته د سولې د پروسې په وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ له څرګندونو وروسته ولسمشر غني خورا غوسه شوی او پرون یې ټوله ورځ یوازې درې کسانو، د امریکا سفیر سره له سهاره تر دوه بجو دوه ځلې، درې بجې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ماښام مهال یې له خلیلزاد سره کتلي چې د ټولو لیدنو د بحث موضوع د سرچینو په حواله یوازې د امریکا د ولسمشر په څرګندونو راڅرخېده.
د امریکا ولسمشر ویلي که مې غوښتلی افغانستان مې د نړۍ له نقشې ورکولای شو، خو نه غواړم هلته ۱۰ میلیونه انسانان ووژل شي.
ټرمپ ته!ا
د امریکا مشره مجنونه ټرمپه ټر!
لیونی کوي فکرونه ټرمپه ټر!
شل کلن غول دی لا وچ نه دی کم عقله
ته لا نور وهی تیزونه ټرمپه ټر!
لکه مار دلته لنډ شوی ښکاریږي
مونږ ته مه ښایه غاښونه ټرمپه ټر
بدبختی زمونږ د خلکو را غله ځکه
چې په تایې کړل حسابونه ټرمپه ټر
چی د تیږي خوشایي سره دوستي شي
پورې خاندې عالمونه ټرمپه ټر
په داشل کاله دې ګورو چې ته څه وې
ستا بویونه ر طرف دي ټرمپه ټر
ما افغان ته لافی مه کوه خنزیره
ورشه ګوره تاریخونه ټرمپه ټر
ترمپه ولې هزیان وایې خدای دې غر ق کړه
لږ د ښو او بدو دواړو سره فرق کړه
پوره شل کاله دې وشول دې وطن کې
بی له بولو دې یونه وړل په لمن کې
د غیرت جنګ دې معلوم شو و جهان ته
له افغانه سره چې راغللې میدان ته
له انګریز لالا دې وپوښته مجنونه
بیا غږیږه بیا دې ووایه شعرونه
امریکا به تاته لوی ښامار ښکاریږي
چې په سر دزمکې کی لراو بر اوسیږي
چی میږی ته وزر ورکړي شي بدبخته
دغه بخت یې کړي له هرچا نه کمبخته
امرکا ته وزر مه ایږده ورانیږي
لوی دیوان افغانستان کې مرداریږي
لوی فیلان چې هر خوا ګوري سیال نه وي
د مچۍ له ډاره تختي حال یې نه وي