تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: د ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې خبرو په ترڅ کې د “اوربند” پرځای د “تاوتریخوالي کمولو” پر پلان له راپورته شویو بحثونو سره مخالفت څرګند کړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت پلان اوربند و خو دا چې طالبانو اوس “د تاوتریخوالي کمولو” کوم بحث راوړاندې کړی نظامي ، قانوني او عملي بڼه نه لري.

د ولسمشرۍ ویاند ، صدیقي صدیقي نن د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل: “اوربند نه زموږ هدف هغه اوربند دی چې دوه کاله وړاندې د کوچني اختر په ورځو کې رامینځته شوی و.”

صديقي ټينګار وکړ چې اوربند “نړيواله تجربه” ده او د افغان حکومت لپاره سوله د جګړې د پای په معنی ده.

هغه لیکلي چې د هر ډول تاوتریخوالي پیښې په جګړې پورې اړه لري او باید روښانه شي، خو دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکچي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې خبرو پرمهال د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

بلخوا د طالبانو ډلې هم اعلان کړی چې د طالبانو رهبري د اوربند کوم پلان نه لري خو د تاوتریخوالي د راکمولو بحثونه یې روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *