هغه مراسم چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسولۍ د غوڼډو په تالار کې نیول شوي وو ددغه ولسوالۍ علماء کرامو قومي مشرانو د ولایتي شوراغړو، مدني فعالانو، ځوانانو او د ارګون ولسولۍ د بیلابیلو سیمو اوسیدونکي پکې برخه اخيستي وه.
د غونډې برخوالو د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مننه کوله چې دغه ولسوالۍ ته يې سفر وکړ او د خلکو سره يې د دوی په ستونزې له نیږدې خبرې اترې وکړې.
د پکتیکا ولایت د ولايتي شورا غړي وکیل عزیز عزیز په خپله وینا کې وويل چې ارګون د ميشتو د ډيرو قومونو ګډ کور دی چې تل په خپلو کې لکه د وروڼو په شان یو له بل سره ژوند کړی او هرې ستونزې ته يې په ګډه د حل لارې چارې پيدا کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په ارګون کې ميشت قومونه دېته ژمن دي چې له خپل ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپل ناموس، خاورې، وطن او هیواد دفاع وکړي.
ددغه ولایت د ولايتي شورا بل غړي مبین فقیرزاده زیاته کړه چې ارګون يوه پراخه ولسوالي او د نهه ولسواليو مرکز دی چې زیاتو امکاناتو او ښه خدمتونو ته اړتیا لري.
ده زیاته کړه چې پدغه ولسوالۍ کې د ښو خدمتونو ترسره کول به د نهه ولسواليو له خلکو سره ستره مرسته او کومک وي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ارګون ولسوالۍ د غونډو په تالار کې سلګونه کسانو ته په وینا کې وویل چې ارګون ولسوالۍ ښارګوټي ته به د یو منظم ښاري پلان له مخې پرختیا ورکړي او ټولې هغه اسانتیاوې به پکې برابرې کړي چې د یو عصري ښار له پاره لازمې دي.
ښاغلي الیاس وحدت وویل چې ارګون د نهه ولسواليو مرکز دی چې د يو ولایت په کچه زیاته ځمکه، ډير نفوس او پراخ امکانات لري.
د هغه په وینا چې موږ پدغه ولسوالۍ ته زیات پام وکړو، په تشکیلاتو به يې له سره غور وکړو، د پوهنې، روغتیا، کرنې مالدارۍ او نورو ټولنیزو برخو کې به امکانات ورته زیات کړو.
ښاغلي وحدت زیاته کړه که موږ غواړو چې پکتیکا ولایت پرمختګ وکړي نو ارګون ته په هره برخه کې پام کول يې ستر لاامل کیداشي.