د رواني عيسوي مياشتي پنځلسمه ورځ نيمايي ته نږدې سوې وه، چي د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کي يوه درنه چاودنه وسوه.
دا چاودنه د نورو عادي چاودونو په ډول نه وه، د چاودني ږغ په ليري سيمو کي خلکو واورېدى.
دا چاودنه د ارګون په بازار کي د ولسي خلګو په منځ وسوه.
د چاودني له ږغ سره سم دوکانونه، موټرونه او انسانان د اور لمبو او د چاودني باد له ځان سره هوا ته پورته کړل.
د يوڅو دقيقو لپاره په سيمه کي نارې، چيغي او فريادونه چا نه اورېدل، ځکه چي د درنې چاودني ږغ د ټولو غوږونه دپ کړي وو.
په سيمه کي هيڅ نه معلوميدل، يوازي پر ژوبل او شهيدانو هواته پورته سوي د انسانانو غوښي، د موټرونو پرزې، خاوري، خځلي او لوټي رالوېدلې.
اوس د ارګون بازار په وينو لړلى دى، هرې خواته ژړا وي دي، نارې او زګېروى دى ، هرې خواته ولسي خلک په وينو کي لژند پراته دي.
هغه کوچنۍ نجلۍ، چي له پلار سره د اختر جامو رانيولو لپاره راغلې وه، نيمى جسد يې نه سته او سره لاسونه يې د سړک غاړي ته پراته دي.
هغه دوکانونه، چي يو ګړى مخکي دوکانداران پکښي ناست وو، اوس د خاورو په غونډيو بدل سوي دي، خاوندان يې نه معلوميږي، چي غوښي يې چيري پرتې دي؟
په دې موټر بم چاودنه کي ٨٩ تنه ولسي وګړي شهيدان او ٤٠ نور زخميان دي، په دې چاودنه کي همدااوس ١٢٩ کورونه د غم پر ټغر کښېنستل، همدااوس تر سل زياتي ارګونوالي ميندي بوري او په همدې کچه خويندي وراري سوې.
دغي خونړې پيښي ترسل زياتو ماشومانو پر سرونو د يتمووالي خاوري وشيندلې ، په ژړا يې کړل او د کورنۍ سرپرستان يې ځيني واخيستل.
پرون د روژه مات پرمهال د دغه شهيد سوي جامع جومات ملاامام پر منبر ولاړ و، خلګو ته يې د روژې فضليتونه بيانول، ليکن نن په دې زړه دردونکې چاودنه کي شهيد سو.
د جامع جومات ترڅنګ د سړک غاړي ته نږدې تر لسو زيات حافظان، د قرانکريم يادولو ته ناست وو، چي د ټولګيو چت پر راونړېد او قران شريفونه يې په وينو لانده خيشته سول.
هغه دى، زه يې وينم له نړيدولو ټولګيو څخه د ماشومو حافظانو جسدونه راباسي، اف خدايه دا ولسي خلګ څوک وژني ؟؟
د ارګون ولسوالۍ کوچنى بازار، چي د دې سيمې د خلکو سوداګريز مرکز و، اوس تور دودونه او لوخړي ځني پورته کيږي.
د ارګون ولسوالي د وينو په ګرداب کي غرقه ده، هري خواته د انسانانو د سوځلو غوښو بويونه د انسان پزه تخنوي، اوس په ارګون کي خندا په ژړا او خوښي په غوغا بدله ده .
دا يوازي ارګون نه دى، زموږ د هيواد هره سيمه ارګون دى.
زموږ په هيواد کي هره ورځ غم له پاسه غم دى، اوښکي دي، ويني دي ، اور دى او ورځ تربلي د يتيمانو شمېر زياتيږي.
١٦ – ٠٧ – ٢٠١٤ کندهارښار، د سمون اونيزي دفتر