حمد اکرم شهاب پکتیکا شرنه –
د پکتيکا ولايت والی، دولتي چارواکو او مدني ټولنو د امنيت د خوندي کولواو د ولسونو دستونزو دنيژدې کتلو په موخه د دې ولايت اورګون ولسوالۍ ته چې دنهو ولسواليو زون بلل کيږي سفر وکړاو له زرګونو قومي مشرانو سره يې ګډه غونډه وکړه.
په دې اړه په اورګون ولسوالۍ کې دجوړي شوي غونډي پرمهال داورګون ولسوالۍ دځوانانودمتحدي شورا مشر اينجنرشيراحمد فيضي په خبرو کې وويل، چې په دې ولسوالۍ کې په دې ورستيو کې په نشه يې توکو دروږدو کسانو شمير سلګونو ته لوړ شوی او ان تردې چې يو شمير ميرمني هم په نشه اخته شوي دې دولت يې بايد په وړاندي جدي مبارزه وکړي.
هغه زياتوي، چې ددې سيمي اوسيدونکي ډيری په کر کيله بوخت دې دولت دې ورته په اساسي پروژو کارلکه بندونو تړل اصلاح شوي تخونه بزګرانو ته ورکول اونورو برخو کې کار وکړي ترڅو دولس باور په دولت ټينګ شي.
دزيړوک ولسوالۍ اوسيدونکي قومي مشر او پخواني جهادې قومندان امير کل باز وويل، چې دولت بايد ولس ته تشه ژمنه ورنه کړي بلکي دخبروپه ځای دې کار وکړي او دولس هري حقه غوښتني ته دې مثبت ځواب ووايې.
هغه زياتوي چې په دې ولايت کې روغتيايې خدمات په نشت حسابيږي دولت دې ورته دزون په سطحه داسي روغتونونه جوړ کړي چې دخلکو روغتيايې ستونزي ورباندي هواري شي.
ياد قومي مشر وايې، چې دښرني او انګور اډې ترمنځ چې کوم سرک جوړيږي کارونه يې ډير په ورو روان دې او هغه وخت چې دوزارت له لوري ورکړل شوی و، چې بايد په اتلسو مياشتو کې ګټي اخيستني ته وسپارل شي نه دی پوره کړی اوکه يې کارونه داسي روان وې کلونه کلونه وخت به ونيسي.
هغه زياته کړه، چې ددې سيمي اوسيدونکي ټول دولت پلوه دې اوپه خپلو مټو يې ديادو سيمو امنيت ترډيره تينګ ساتلی او لابه هم هڅه وکړي چې په دې برخه کې نور هم ګوټلی ګامونه پورته کړي.
ددې ولسوالۍ اوسيدونکي او پخواني ولسوال محمد قاسم ايوبې هم وويل، چې په دې ولسوالۍ دوری کاله وړاندي ديوې موټر بم چاودني له امله په لسګونو خلک ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول پخواني ولسمشرحامد ګرزي او اوسني ولسشمر محمد اشرف غني ورسره دنمرو، دوکانونو جوړولو اوپه دې سميه کې دتخريب شوي مسجيد دودانولو ژمني کړي وي خو تر اوسه پخپل ځای پاتي دې چې داشان کارونه خلک په دولت بې باوره کوي.
دپکتيکا والی الياس وحدت په دې اړه وويل، چې ديو کال په راتلو کې به په دې ولايت کې پلتو په بند کار پيل کړي اوپه نشه يې توکو دروږدو کسانو شمير ريښتيا هم اوچت روان دی بايد په وړاندي يې ګډه او جدي مبارزه وشي.
هغه وويل، اورګون دنهو ولسواليو مرکز دی دا ولسوالۍ بايد ولايت وای، ځکه دلته دخلکو ګڼه ګونه او مساحت ددې اجازه ورکوي چې دا ولسوالۍ بايد ځانګړي ولايت شي.
هغه خلکو ته دژمني په ډول وويل، زه ژمن يم دولس ټولی ستونزي واورم او ورته پخيل وخت دخپلو مشرانو په هدايت دحل لاري ولټوم.
ديآدونی وړدی چې دپکتيکا دوالی دالومړی سفر دی چې اورګون ولسوالۍ ته يې تر سره کړ.