تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: افغان حکومت وايي، امریکا ورته ډاډ ورکړی چې د خپلو سرتېرو شمېر به په افغانستان کې شرایطو ته په پام کموي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د مایک پومپیو او ولسمشر غني ټلیفوني تماس ته په اشاره ویلي، په دې تماس کې دواړو مشرانو د افغانستان شرایطو ته په پام د امریکايي ځواکونو د کمولو په اړه بحث وکړ: (( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د امریکا تګلاره کې فرق نه دی راغلی او دوی به افغانستان کې شرایطو ته په پام خپل سرتېري راکموي.))

خو دا په داسې حال کې ده چې مایک پومپیو پرون په واشنګټن کې وویل، ولسمشر ټرمپ ورته د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تر رارسېدو وړاندې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو امر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *