تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵ مه: د افغانستان حکومت د کورونا وېروس پر وړاندې پر لازمو تابياوو سربېره له رسنيو څخه د عامه پوهاوي په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي او وايي، چې په دې اړه یې له حج اوقافو وزارت او ديني عالمانو سره هم خبرې روانې دي.
د ستراټيژيکو او عامه اړيکو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحيد عمر د يکشنبې پر ورځ له خبريالانو سره په يوه ګډه غونډه کې وويل، کورونا په اوس وخت کې حکومت لپاره تر سولې مقدمه ده.
نوموړي ویلي، چې د کورونا وېروس لپاره يوه نوې کمېټه هم جوړه شوې او دا کمېټه دنده لري، چې د کورونا وېروس هر اړخيزه څېړنه وکړي.
افغانستان کې دا مهال د کورونا ۱۶ پیښې ثبت شوي چې ورسره ټولې تعلیمي ادارې رخصت، لوبې ځنډېدلي او باندنیو چارو وزارت هم دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې لغوه کړې دي.
همداراز ولسمشر د نوروز جشن هم لغوه کړی او ۲۵ میلیونه ډالر یې هم له کورونا سره مبارزې نه اختصاص کړيدي.