تاند- ارګ د ملي امنیت د سلاکار او د نورو امنیتي اورګانونو د مشرانو د لېري کولو په اړه د جمعیت ګوند د سرپرست صلاح الدین رباني غوښتنه رد کړه، ویې ویل چې د حنیف اتمر دنده اجراییوي نه ده.

صلاح الدین رباني نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ده ګوند د کابل د چهارشنبې، جمعې او شنبې د ورځو د خونړیو پېښو په خاطر د ملي امنیت د سلاکار د برطرفه کېدو غوښتنه کوي. (تفصیل)

د ولسمشر غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«په خبري غونډه کې د سلاح الدین رباني د څرګندونو په تړاو یادونه کېږي چې د هیواد د ملي امنیت د مشاوریت دنده، په امنیتي سیکتور کې اجرايي چوکۍ نه ده. د ملي امنیت سلاکار خپل مسوولیت هیواد ته په خورا ریښتینولۍ ادا کړی او کوي یې…»

د ارګ په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت او جمعیت ګوند د سرپرست غوښتنو ته په اشارې ویل شوي چې باید له رسمي پروسو جلا د امنیتي سیکتور د مسوولانو په اړه مخکې تر مخکې قضاوتونه ونه شي او په دې توګه په خپلو دندو کې د هیواد د وسله والو ځواکونو د تمرکز د تیت پرک کولو او تشویش سبب نه شي.

ارګ رباني او نورو دولتي چارواکو ته وریاده کړې چې باید د مسایلو په وړاندې مسوولانه عمل وکړي.

4 thoughts on “ارګ د اتمر د برطرفه کولو لپاره د رباني غوښتنه رد کړه”
  1. افرين مفکر صیب ـ زمونږ هیله هم له تاسو همدغه وه چې د جمعیت لنډه غرو او ماشومانو په کیسه کې هم نشي ـ د افغانستان عظیم ملت دي تر شا ولاړ دی ـ د دوی سترګو کې حنیف اتمر صیب ترغیب دی ـ هغه ځکه چې نوموړی د وطن اصیل بچي دی ـ د لنډه غرو زوال راغلی ـ

  2. THIS GOVERMENT BELONG TO ALL AFGHANS,NOT ONLY PUNCHEER,
    ALL AFGHANS MUST BE PART OF GOVERNMENT/
    PUNJSHEER SURROUND JAMAAT ISLAMIC AND JAMAAT ISLAMIC
    SURROUND AFGHANISTAN/
    HOW LONG WE WILL BE UNDER PRESSURE OF PUNJSHEER IN NAME OF JIHAAD,
    GENRALLY AFGHANS MUST STAND STRONGLY WITH ASHRAFGHANI,
    THANK YOU

  3. زه چې وایم د غني حکومتداري بې کفایته ده که نه وی نو څنګه یو دولتي مامور د بل مامور د ګوښه کیدلو غوښتنه کوي. رباني اوس وزیر خارجه دی او که اپوزیسیون؟ په قانون کې دده لپاره کومه جزا نشته؟ بله بې کفایتي يې داده چې کریم خلیلي یې د سولې شورا مشر وټاکه ولې پدې هیواد کې بل څوک نشته؟
    بیا تاند انتقاد ونکړي.

  4. HONOR PRESIDENT/SALAHUDDIN RABANI IS FOREINMINISTER AND NOW HE BECOME IN OPPOSITION/
    YOU HAVE RIGHT TO TAKEOUT RABANI FROM MINISTERY,
    AND CHOICE OTHER QUALIFY PERSON FOR FOREINMINISTERY,
    ANY WAY RABANI DON,T HAVE QUALIFICATION OF THIS OFFICE,
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *